IQNA

د امریکا له بندیزونو سره مخ هیوادونه باید د یو بل په مرسته دغه حربه ناکامه کړي

10:51 - March 14, 2023
د خبر لمبر: 3487034
ایکنا-(تهران)حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي د بیلاروس د ولسمشر الیګذینډر لوکاشنکو او ورسره پلاوي په کتنه کښې د ایران او بیلاروس یوه ګډوله د امریکې او ځینو لویدیځو هیوادونو بدماش ډوله بندیزونه وبلل او زیاته یې کړه: کوم هیوادونه چې د امریکې له بندیزونو سره مخامخ شوي دي، باید د یو بل په ملګرتیا سره او د یوې ګډې ټولګې په جوړولو سره، د بایکاټ او بندیزونو حربه له مینځه یوسي او مونږ باوري یو چې دا کار شونی او ممکن دی.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د ایران او بلاروس پریمانه ګډولو ته په اشارې سره وویل: د امریکې له بندیزونو سره مخامخ هیوادونه دې په خپلو کښې په ملګرتیا سره دغه حربه له مینځه یوسي.

حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي د بیلاروس د ولسمشر الیکزنډر لوکاشنکو او ورسره پلاوي په کتنه کښې د ایران او بیلاروس یوه ګډوله  د امریکې او ځینو لویدیځو هیوادونو بدماش ډوله بندیزونه وبلل او زیاته یې کړه: کوم هیوادونه چې د امریکې له بندیزونو سره مخامخ شوي دي، باید د یو بل په ملګرتیا سره او د یوې ګډې ټولګې په جوړولو سره، د بایکاټ او بندیزونو حربه له مینځه یوسي او مونږ باوري یو چې دا کار شونی او ممکن دی.

حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي د اسلامي انقلاب له بریالیتوب څخه د  ایران خلاف د امریکې بندیزونو او په تیرو دولسو کالو کښې د ډیرو سختو بایکاټونو لګیدو ته په اشارې سره څرګنده کړه: سختو بندیزونو د ایران پام خپلو داخلي توانمنیو او ځواکونو ته واړوه او د بندیزونو په هم دې موده کښې، د ایران لپاره د ډیرو پرمختګونو زمینه برابره شوه او زمونږ هیوادو وتوانیده چې د ساینس او ټیکنالوجۍ، طب او بایالوجۍ، هوافضا او په ایټمي او د نانو ټیکنالوجۍ په برخو کښې حیرانوونکي پرمختګونه وکړي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د علم او ټیکنالوجۍ، تجارت او په نړیوالو ټولنو کښې د سیاسي فعالیتونو په شمول د ایران او بیلاروس د ملګرتیا د زمینو په یادونې سره، له شمال نه جنوب ته تیریدونکې لیکې ته اشاره وکړه او ویې ویل: له شمال نه جنوب ته د تلونکې لیکې جوړول د دواړو هیوادونو او هم داشان د روسیې او سیمې په ګټه دي او دواړو لورو ته پکار دي چې د پیلولو کوشش یې وکړي.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود څرګنده کړه:په غونډو کښې شوې خبرې او موافقې ختمیدل نه دي پکار بلکې په ځانګړې تعقیبونې او د مهال ویش په ټاکلو سره، د اجرا مرحلې ته ورسیږي.

په دغه ملاقات کښې د بیلاروس ولسمشر هم د اسلامي انقلاب له معظم رهبر سره له کتنې د پریمانۍ خوښۍ په څرګندولو سره وویل: ایران د بندیزونو په دوران کښې حیرانوونکې تجربې او پرمختګونه ترلاسه کړي دي او مونږ باوري یو چې که د بندیز له حالاتو سمه استفاده وشي نو د پرمختګ لپاره په یو فرصت بدلیدې شي، زما د سفر موخه هم د ایران له بریاؤ او لاسته راوړنو سره له نزدې نه بلدیدل دي.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i129448

 

captcha