IQNA

قرآني شخصیّتونه/35

هغه پيغمبر چې معجزې ئې د عیسی مسیح د معجزو په شان وې

14:25 - March 16, 2023
د خبر لمبر: 3487042
ایکنا-(تهران)الیسع هغه پيغمبردی چې په ځوانۍ کې ئې د حضرت الیاس پّ وسیله شفا ترلاسه کړې وه او له دې وروسته دهغه  شاګرد شو.وروسته وروسته چې الیسع په پیغمبرۍ کې د الیاس جانشین شو ، وتوانید،ډیری بنی اسرائيل حق پرستۍ ته وبولي.

یسیع یا الیسیع دبنی اسرائيلو یو پيغمبر دی.د هغه کامله نامه یسع بن اخطوب بن العجوز ده چې د الیاس علیه السلام شاګرد ؤ او له هغه وروسته پيغمبرۍ ته ورسید.

ددغو دوو لویو پيغمبرانو په باب ، ډیری کیسې وئيل شوي چې په هغو کې یوه کیسه دا چې د  بنی اسرائيلو یوه میرمن چې د الیسع بن اخطوب په نامې سره ئې یو زوی  درلود. الیاس ئې خپلې خونې ته بوتلو،څوله دښمنانو ئې پټ کړي،حضرت الیاس بزرګوار هم له هغه د منننې لپاره د هغه د زوي الیسع په حق کې چې سخته ناروغي ئې درلوده،دعا وکړه او اوس ئې زوی ښه شوی او ناروغۍ ئې ختمه شوې ده.الیسع ددغې معجزې په لیدو سره ئې په حضرت الیاس ایمان راوړ اوله هغه وخته له هغه سره یو ځای شو.

ځينو وئيلي دي،چې حضرت الیسع له حضرت الیاس سره خاندانی تعلق هم درلود او پخپلو کې سره د آکا زامن هم وو،او د الیاس له مړینې وروسته الیسع خلک خداي پرستۍ ته دعوت کول.

له الیسع ډيرې معجزې نقل شوي دي،په هغو کې یوه دا چې وئيل شوي دي هغه هم د حضرت عبسی(ع) د اوبو د پاسه تلو او مردګان ئې ژوندي کول. او دمورني نابیناؤ او د هغو کسانو چې د جذام ناروغي ئې درلوده، درملنه ئې کوله.

د الیسع نامه دوه ځله په قرآن کریم کې راغلې ده. په انعام سورې کې وئيل شوي دي چې هغه د حضرت ابراهیم علیه السلام له نسله دی،خو مشخصه  ئې نه ده کړې چې  د بین اسرائيلو له پیغمبرانوڅخه ؤ او که نه . په ص سورې کې هم له ستاینې سره یوځاي د   اسماعیل او  ذوالکفل  دوو پیغمبرانو ترڅنګ  په ښې یاد شوی دی.

په تورات کې او ددغه پیغمبر په نامې سره  دپاچایانو په کتاب کې الیشع د شافات زوی بلل شوی دی ؛د الیشع معنا په عبري ژبې کې د ؛ناجي ؛ او د شافات معنا هم ؛قاضي ؛ ده.هغه په استقامت سره او لوړ مقام لرونکی ؤ.

کله حضرت الیشع وغوښتل ، د خپل ځان لپاره جاشنین خوښ کړي،وې وئيل، څوک دغه دنده قبلولی شي چې په ورځو کې روژه وساتي او  شپو کې هم عبادت وکړي، او دقضاؤت په وخت هم هیڅکله غوسه نشي.دخداي پیغمبر درې ځله دغه شرائط خپل قوم ته وړاندې کړل او هر درې ځله یو ځوان چې  خلکو  ورته څه ارزښت نه ورکوهّ او هغه  ئې یو بیچاره کس باله، دغه شرطونه منل  ا په دریمه ورځ حضرت  الیسع هغه  دخپل جانشین په توګه وټاکهّ او لکه څنګه چې  هغه پخپلې ژمنې وفا وکړه، خداوندمتعال هغه وستایه او ذوالکفل ونومول شو.

د عربستان په شیعه میشتې سیمې کې په لغوجم کې یوه مقبره وه چې له الیسع  نبی سره منسوبه وه،ړنګه شوې ده.یوه بله مقبره په ترکیې له الیسع سره منسوبه شوې ده.

captcha