IQNA

د ایران، چین او روسیې د دوستئ ګډه سمندي مانوره (مقاله)

16:01 - March 16, 2023
د خبر لمبر: 3487046
د ۲۰۲۳ کال د سمندري امنیت کمربند تر عنوان لاندې د ایران، چین او روسیې ګډې سمندري مانورې پراخ نړیوال انعکاس موندلی او د نړۍ ټولو رسنیو ورته د وړومبي خبر په توګه کوریج ورکړی دی.

ایکنا دپارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایران، روسیې او چین درې واړو هیوادونو په ۲۰۱۹ کال کښې هم د د سمدري ملګرتیاؤ د زیاتولو په موخه ګډ پوځي مشقونه ترسره کړي وو چې هغه کال یې پراخ نړیوال انعکاس درلودلی و او زیاتره شناندو د نړیوال نظام د څوقطبي کولو په لړ کښې د ستر نړیوال خوځښت په توګه یاده کړه. له دې امله د اوسنۍ مانورې ترسره کیدل د متقابل اعتماد د لوړې سویې او د سټراټیجکو ملګرتیا د پراختیا او له سمندري امنیتي ګواښونو سره د ګډې مقابلې لپاره د تهران، ماسکو او بیجنګ د توانمنۍ نښه ده.

د نړۍ په مختلفو سیمو کښې د سمندري غلاګانو زیاتیدو او په نړیوال تجارت کښې د بین المللي اوبلارو او سمندرونو اهمیت ته په پام سره، د ایران، روسیې او چین ترمینځ د سمندري ملګرتیاؤ پراختیا ډیر اهمیت لري.

د شنګهايي د علومو په اکاډمۍ کښې د نړیوالو اړیکو د کارپوه «سان چي» په باور، د دې مانورې د ترسره کیدو وخت ډیر مهم دی او د امریکې د بندیزونو له ډول ډول دباؤنو سره په مقابله کښې یې د قدرت نښه ده. پر دې سربیره، د سیمې او نړۍ د دریو غوره طاقتونو ترمینځ د سمندري ملګرتیاؤ پیاوړتیا د نړیوالې کشتۍ چلوونې د امنیت او له سمندري غلا سره د مبارزې ضامنه ده.

په نړیوال تجارت کښې د سمندري لارو د اهمیت زیاتیدو ته په پام سره، شک نشته چې د سیمه ایزو او نړیوالو سمندري ملګرتیاؤ پیاوړتیا، د وریښمو د لارې په شمول د دغو لارو اهمیت زیاتوي. د ایران اسلامي جمهوریت په تیرو کلونو کښې تل ویلي دي چې د ډیرو مهمو نړیوالو اوبلارو په توګه د هند سمندر د شمالي سیمې، عمان سمندر، فارس خلیج او د هرمز اوبلارې د امنیت لپاره د ډیر اهمیت قائل دی او په تیرو کلونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت کړنلاره په دې سیمه کښې هم دا ده چې د سیمې د هیوادونو په ملګرتیا سره، د دغو اوبلارو امنیت هم په ډیره لوړه سویه تامین کړي.

د نړیوالو چارو کارپوه «سونګ ژوک پینګ» به دې هکله وايي: د ایران، روسیې او چین د سمندري ځواکونو مانوره د کشتۍ چلوونې د ملاتړ او حفاظت او هم داشان د اقتصادي امنیت لپاره ډیره مهمه ده ځکه چې د درې واړو هیوادونو تجارت او اقتصاد، زیاتره صادرات محوره دی او په عمل کښې ښودنه کوي چې د نړیوالو اوبلارو د امنیت د تامینولو او د نړیوال تجارت د امنیت د ضمانت ورکولو لپاهر ضروري توانمني هم لري.

په هر حال د ډیرو ماډرن او پرمختللو بیړیو او کشتیو لیږل، په عمان سمندر کښې د ایران د اسلامي جمهوریت، چین او روسیې د سمندري مانورې د لوړې سویې نښه ده.

دې ته په پام سره چې امریکې په دې وروستیو کلونو کښې په سمندرونو په تیره بیا د چین د خواوشا په اوبو او په مهمو نړیوالو اوبلارو کښې خپل پوځي شتون ډیر زیات کړی دی او حتی ویل کیږي چې د فارس خلیج د څنډې له ځینو هیوادونو سره د سمندري ائتلاف جوړولو په تکل کښې ده، د ایران د اسلامي جمهوریت، چین او روسیې درې واړو هیوادونو ترمینځ د سمندري ملګرتیاؤ پیاوړتیا، د سمندري امنیت په ساتنې او د سیمې او نړۍ هیوادونو ته د صلحې او دوستۍ د پیغام په لیږلو کښې ډیر اهمیت لري.

دا خبره له دې نظره ډیره مهمه ده چې امریکې او انډیوالانو یې په دې وروستیو کلونو کښې د نړۍ په مختلفو سیمو کښې پرله پسې د سمندري مانورو په ترسره کولو سره، د نړیوالو اوبلارو امنیت په خطر کښې اچولی او سبب شوې چې د نړۍ په بیلابیلو سیمو کښې د پوځي توب بهیر وده وکړي، حال دا چې د نړیوالو اوبلارو امنیت تل باید تضمین شوی ووسي چې له امله یې نړیوال تجارت په تیره بیا د انرجۍ انتقال رونق ومومي.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i129632

captcha