IQNA

په روان کال کې د ایران د ملت په ضد ددښمنۍدرې زورورې څپې راپورته شوې خوبیاهم ناکام شول

15:32 - March 17, 2023
د خبر لمبر: 3487047
ایکنا-(تهران) د تهران د جمعې لماځه خطیب په روان کال کې د ایران د ملت په ضد ددښمنانو کارول شوو درو څپو ته اشاره وکړه او وې وئيل،ډالر یو لک تومانو ته رسیدل،په نړیولاو ټولنو کې د ایران منزوي کول او د دوهمې دریمې نړیوالې ایتمي موافقې تحققد دښمن غوښتې وې چې ایران ملت دغه ټوله شنډې کړې.

ایکنا خبري آژانس راپور راکړ،د تهران د جمعې لمانځه خطیب  حجةالاسلام  محمد جواد حاج علی اکبری د ۱۴۰۱لمزیز کال په ترټولو ورستۍ جمعې خطبې کې  ووئيل، څه دپاسه سلو ورځینو درندو عملیاتو  هیواد له خطرې سره مخ کړی ؤ  ااو له هر پلوه پر ایران  د باؤنو  وارد کړل څو میوه ئې د خبرواترو پر میز ترلاسه کړي،د ۱۴۰۱لمریز کال په  اوړي کې ملت او امت د درو سترو فتنو په وړاندې ودرید.

د تهران د جمعې لماځه خطیب په روان کال کې د ایران د ملت په ضد ددښمنانو کارول شوو درو څپو ته اشاره وکړه او وې وئيل،ډالر یو لک تومانو ته رسیدل،په نړیولاو ټولنو کې د ایران منزوي کول او د دوهمې دریمې نړیوالې ایتمي موافقې تحققد دښمن غوښتې وې چې ایران ملت دغه ټوله شنډې کړې.

د تهران د جمعې لمانځه خطیب  همداراز ووئيل،  په غیر قابل تصور  چلندونو سره  په وژلو سره میدان ته  وارد شول، د زده کونکو  په مسموم کولو  او د  کال د وروستۍ چارشبنې  لپاره  بلواؤ ته په بللو سره ئې خپل  پروګرام پر مخ بوتلو،شیطاني ډيپلوماسي هم  دهمدې موضوع په دوام کې وه   چې غوښتل ئې ایران  د بشری حقوقو په پلمو سره منزوي کړي.

 د تهران د جمعې لمانځه خطیب  ووئيل که څه هم  ددښمن پلانونې دقیقې وې ، خو پخپلو محاسباتو کې تیروتل  او د  اسلامی انقلاب د معظم لارښود څخه ئې سمه پيژندګلوی نه درلوده.

حاج علی اکبری ټينګار وکړ،  د اسلامی انقلاب ستر لارښودد بلواګرو له خوا دددوکه خوړولو کسانو لپاره  په عفوې او بخښنې سره  خپل نرمښت او مهرباني وښودله.

د تهران د جمعې لمانځه خطیب ټينګار وکړ، دښمن په  خپلو محاسباتو کې تیروتنی ؤ ، د ایران ملت  هم انقلابی منطق خوښ کړ.

هغه  په دې خبرې کولو سره چې په اروپا کې هم ښه وضعیّت نه دی ، ووئیل، داوکراین  جنګ  چې دوام ئې پیدا کړ،دنړۍ ډیری بهیرونه او مناسبات تر اغیزو لاندې ورغلي دي،په لویدیځ کې اقتصادي بحرانونه په یوه بل پسې دوام لري او نړیوال اقتصاد هم ورڅځه اغیزمن شوی دی،خو  کم عقله امریکایان  بیان هم دعاقل شونې اراده نه لري او خپلو حماقتونو ته دوام ورکوي.د دوي اقتصاد  هم له نجومي پورونو سره مخ شوی او دخپلو اړونده ادارو له خواد اقتصادي دړې وړې کیدا له خبرداریو سره مخ هیواد دی. په اجتماعي وضعیّت کې هم ښه شرائط نه لري او تر دې دمه له کرونائي بحران سره لاس او ګریوان دي.

https://iqna.ir/fa/news/4128634/%

captcha