ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکوي،د افغانستان خلک د نوروز اختر په درشل کښې په ځانګړیو چمتووالیو سره د لرغوني نوروز عیدا د جشن هرکلي ته ورغلي دي.
د افغانستان خلک په ځانګړیو ادابو او رسمونو سره د نوروز لرغوني اختر درنښت کوي او هغه لمانځي.
د نوروز اختر د میلمنو د میلمستیا لپاره د اوو میوو برابرول ، له جلبیو سره یوځاې د کبانو پخول په نوروز اختر کښې د افغانستان د خلکو د رسمونو او د ادابو یوه برخه ده.
د افغانستان کورنۍ او خلک دغه راز د نوروز اختر په ورځو کښې د خپلو مشرانو کسانو کورونو ته ورځي.
د دودیزې غیږنیونې د بزکشۍ د سیالیو ترسره کول او په طبیعت کښې ګرځیدل هم په افغانستان کښې د نوروز اختر د پروګرامونو نورې برخې دي.
که څه هم د افغانستان د طالبانو حکومت د نوروز اختر د لمانځلو لپاره هیڅ پروګرام نلري خو د دغه هیواد خلک د نوروز اختر درنښت کوي او هغه لمانځي.
د افغانستان د خلکو ډیرو اقتصادي مشکلاتو ته په پام سره په روان کال نوروز اختر کښې رونق کم دی او د نوروز اختر دسترخوانوتنه د خلکو له اقتصادي حالت سره سم غوړول کیږي.
https://parstoday.ir/ps/new s/afghanistan-i129826