IQNA

12:40 - March 22, 2023
د خبر لمبر: 3487070

دایران او عربستان بشمول په ډيرو اسلامی هیوادونوکې پنجشنبې ورځې لومړۍروژه ده

ایکنا-(تهران) د عربستان ،قطر،متحده عربی امارات و مصر پشمول په یوشمیر اسلامی هیوادونو کې پنجشنبې ورځ د روژې دمبارکې میاشتې لومړنۍ ورځ ده.ټولو ته دې دغه ورځ بختوره وي.

دایران او عربستان بشمول په ډيرو اسلامی هیوادونوکې پنجشنبې ورځې لومړۍروژه ده

ایکناد الجزیره له قوله راپور راکړ،د عربستان لوئې څارنوالۍ اعلان وکړ، دې ته په پام سره چې  د روژې دمبارکې میاشتې هلال یا ماشت نه ده لیدل شوې،نو ځکه چهارشبنه یعني دمارچ ۲۲نیټه د شعبان المعظم دیرشمه ورځ ده او د ۱۴۴۴قمری کال د رمضان المبارک لومړنۍ ورځ به په پنجشنبې ورځې یعني د  مارچ په ۲۳نیټه وي.

د قطر په اوقافو وزارت کې هلال کمیټې هم په یوې اعلامیې کې ووئيل، چې چارشنبه د شبعان میاشتې دیرشمه نیټه ده او د روژې دمبارکې میاشتې لومړۍ ورځ به په پنجشنبې ورځې وي.

د کویت القبس  ورځپانې هم لیکلی دي، په کویت کې د سه شنبې په ماښام میاشت نه ده لیدل شوي په همدې خاطر به په کویت کې د روژې دمبارکې میاشتې لومړۍ ورځ په پنجشنبې ورځې وي.

په عراق کې داهل سنت اوقافو اعلان ړی دی چې د روژې دمبارکې میاشتې لومړۍ ورځ به په پنجشنبې ورځې وي. د سورئې سانا رسمي خبري آژانس  هم د دغه هیواد اوقافو دوزارت د فقهی شورا له قوله  اعلان کړی دی چې په دغه هیواد کې به په پنجشنبې ورځې لومړنۍ روژه وي. .لبنان ،سوډان ،مصر او ایران هم اعلان کړی دی چې د روژې د مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ به په پنجشنبې ورځې وي.

https://iqna.ir/fa/news/4129384/%D9%BE%D

captcha