ایکنا د اباؤت اسلام له قوله راپور راکړ،د انګلستان د لیګ د لوبو برلاسه برایټن اینډ هاؤآلبیون (Brighton and Hove Albion )د روژې په مبارکې میاشتې کې د خپلو مسلمانو لوبغاړو او پلویانو څخه دملاتړ په خاطر به د روژې دمبارکې میاشتې د لومړي روژماتي دستورې پخپل کورني سټيډیم کې ترسره کړي.
دغه روژماتي دستورې ددغه کلب له خوا بلل شوي مسلمانې ټولن ېڅه دپاسه ۴۰۰ غړو په شتون سره ترسره کیږي.
د دغه کلب دملاتړو دخدماتو مدیر ساراګولډ د برایټن کلب په ویب پاڼې کې وئيلی دي ، د یوه کلب په توګه ،مونږ له ټولو سره تعامل ته د ګروهنې او دټولو دمنلو په خاطر ویاړو. دا په برایټن کې پخپل ډول کې لومړنۍ او مخکښه پيښّ ده . دا د خلکو او داسلامی کال هیندارې د ترټولو مقدسې میاشتې د جشن او د خلکو د غونډولو لپاره ډیر په زړه پورې مناسبت دی.
د برایټن کلب دغه روژماتی د روژې د مبارکې میاشتې په درنښت کې د مارچ په شپږویشتمهنیټه په ایمکس سټیډیم کې له هغو پنځو پروګرامونو یو پروګرام دی چې د ۲۰۲۳کال د رمضان دیوې برخې په توګه ترسره کیږي.
د انګلستان دغه سپورټي کلب چې په لندن کې واقع دی ، په یوې اعلامیې او پخپل رسمي ویب پانې کې اعلان کړی دی چې د روژماتي دغه دستورې په سټمفورډ بریخ سټيډیم کمپلیکس کې ترسره کیږي او دا به پخپل ډول کې په بریتانیا کې یوه ترټولو ستره پیښه وي.
د سټون ویلا اوکوئينز پارک رینجرز برلاسه کلبونو هم د روژماتي د دستورو د کوربتوب لپاره ورته پروګرامونه اعلان کړي دي.