ایکناد پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د یونیسف او ډبلیو ایچ او په دغې ګډې اعلامیې کې چې په نیویارک کې د ملګرو ملتو د اوبو له کنفرانس مخکې خپره شوه پکې له ټولو هېوادونو غوښتل شوي چې د ټولو لپاره د اوبو، تصفیې او روغتیا ساتنې د شعار د تحقق لپاره اقدامات ګړندي کړي.
په دې بیانیه کې دې ته په اشارې سره چې نیمايي طبي مرکزونه اوبه او صابون یا د الکول پراساس د لاسي صابون محلول نلري، زیاتوي: د ناکافي اوبو او فاضله موادو ټولنیزې او اقتصادي پایلې ویجاړونکې دي.
یونیسف او د روغتیا نړیوال سازمان وايي: دا خدمتونه د ماشومانو د سالمې ودې او په لویوالي کې د هوساینې د ساتلو کیلي ده.
دوی همدارنګه ټینګار وکړ چې هر څوک د پاکو اوبو، مناسبې درملنې او روغتیا حق لري.
د دغو سازمانونو په وینا، په ټولیزه توګه، نړۍ اړتیا لري چې د پرمختګ اوسنی نرخ لږ تر لږه څلور چنده کړي، ترڅو تر 2030 کال پورې په خوندي توګه د WASH خدماتو ته لاسرسی ترلاسه کړي.