IQNA

د قرآن کریم د تلاؤت موخه باید پر آوریدونکو اغیزشیندنه وي

6:31 - March 24, 2023
د خبر لمبر: 3487081
ایکنا-(تهران)د اسلامی انقلاب معظم لارښود د روژې دمبارکې میاشتې په لومړئ  ورځ له قرآن سره د انس په نوراني محفل کې ټينګار وکړ، د قرآن کریم د تلاؤت موخه باید پر آوریدونکو ددغو آیتونو اغیزشیندنه وي.

حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي پرون د روژې دمبارکې میاشتې په لومړۍ ورځ او له قرآن سره د انس  په هغه نوراني محفل کې چې  د یوشمیر قاریانو او قرآني غوره استاذانو او فعالانو په شتون سره ترسره  شو، آوریدونکو ته د قرآني مفاهیمو او مضمونونو  د منتقلولو او پر هغوي د اغیزشیندنې لپاره  دآیتونو په ترجمې او تفسیر سره د قرآڼ کریم د تلاؤت  د مجلسونو اغښل کیدا، ضرروري وبلله او  قرآني متخصصان او فعالان ئې ددغې مهمې موضوع د رودو د موندلو لپاره  هڅو ته وبلل.

 د اسلامی انقلاب معظم لارښود د نامتو،په زړه پورې غږلرونکو،او د تلاؤت له ښو رودو سره دبلدو ډيروقاریانو د وجود له نعمته د ایران د برخمنیدا په خاطر د خداوندمتعال په درګاه په شکر کولو سره ووئيل،د راپورونو په اساس،په هیواد کې  دقرآن دځانګړنو  او  ګراف  وده،له  ټولو ځانګړنو ډیره  زیاته ده چې دا چاره د ژورې خوشالۍ تومنه ده.

دوي د قرآن قاریان  دخلکو زړونو ته دخداي تعالی د پیغام درسونې په علت ، د ویاړمن،غوره مقام او رسالت لرونکي وبلل او زیاته ئې کړه، دقرآن آوریدل ،  د الهي رحمت د جلبونې زمینه جوړونکی  او په پروردګار عالم باندې د ایمان لازمه او یو واجب کار دی چې  په الهي آیتونو کې دتدبّر او تفکر امکان هم برابروي ، پر دې اساس  باید د قرآن په تلاؤت او آوریدو کې جدیّت  وي.

حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي ټينګار وکړ، باید قرآني متخصصان او فعالان  داسې لارې چارې ولټوي څو د آیتونو لوړ مضمونونه ،هم  د تلاؤت آوریدونکو زړونو ته ورسیږي.

دوي همداراز قرآڼ  د ژوند،درس او حکمت  کتاب وبالۀ او وې فرمائيل؛ قرآن مجید  په ټولو شخصي کورني ،ټولنیزو او حکومتی ډګرونو او حتی په نړیوالو اړیکو کې  له حکمت  و تدبیرونو ډک دی  چې باید  ددغو درسونو د زده کولو او کارولو جدي اهتمام وشي چې له نیکمرغه نن سبا  ددغه کار لپاره درست لازم جوړښتونه هم برابر دي.

 د اسلامی انقلاب  معظم لارښود همداراز قاریان ؛اغیزشیندونکي؛تلاؤت  ته وبلل او وې وئيل،  له ځینو تلاؤتونو څخه موخه  په لوړ غږ سره وئيل دي او هماغه شان چې په تلاؤت کې ځيني بهرني قاریان لیدل کیږي،د فعالو او ښکلی موسیقۍ د کارولو له لارې  پر  خپلو آوریدونکو د  تلاؤت د  لهجو او رودو په کاږلو پسې دي ، چې دغه تلاؤت  خوښ تلاؤت نه دی. حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي د قرآن کریم د تلاؤت له ځينو رودو څخه   سَمه  او غیر افراطي استفاده، پر آوریدونکو   د اغیزشیندنې لپاره  مناسبه وبلله  او په دې خبرې په ټينګار سره چې  دقرآن تلاؤت یو لوي او ترکیبی هنر دی ، قاریانو ته په خطاب کې ووئیل، پام ولرئ  چې  په هرې لهجې سره تلاؤت کوئ ، دغه کار پر آوریدونکو د اغیز شیندنې په موخې سره ترسره کړئ .

https://iqna.ir/fa/news/4129616/%D9

captcha