IQNA

د انګلستان په ولز کې په رمضان میاشت کې له عامو خلکو سره مرستې کیږي

9:13 - March 25, 2023
د خبر لمبر: 3487085
ایکنا-(تهران) په برتانیا کې د ژوند د لګښت د بحران په پړاؤ کې  د ولز جوماتونه د روژې د مبارکې میاشتې په شپو ورځو کې پر عامو خلکو خپلې دروازې پرانیزي.

ایکنا خبری آژانس د Western Telegraph له قوله راپور راکړ، په درست ولز کې جوماتونو عامو خلکو ته بلنه ورکړې ده ،چې د روژې دمبارکې میاشتې په روژماتي کې دې برخه واخلی. دا  داسې فرصت دی چې د غیرمسلمانانو لپاره د ولز د مسلمانانو په نز ددغې مقدسې او له معنویّت ډکې میاشتې له ځائيګي  او ځانګړنو سره بلد شي.

سږکال د روژې مبارکه میاشت د ولز د مسلمانانو لپاره په بریتانیا کې د ژوند دلګښتونو دبحران او دخوړو او انرژۍ د لګښتونو د زیاتیدا په دلیل مختلفه  ده چې  دا سبب شوې ډیری کورنۍ د خپل معیشت د تامینولو په باب اندیښمنې شي.

د ولز دجوماتونو دغه نوښت  سبب شوی څو ډیری کورنۍ د خوړو لپاره خوراکي وعده ولرل شي.

 په دغه پلان کې د حاضرو جوماتونو د اعلان به اساس غیر مسلمانان هم د  روژماتي په دستورو کې ګډون کولی شي.

د ولز دخوئيندو ټولنه(Welsh Sisters Circle) چې د یاسمین معروف په وسیله د کرونائي بحران د پیلیدا په هماغو لومړنیو شپو ورځو کې د مسلمانو میرمنو لپاره جوړه شوې ،دخوراکي پیکیجونو په برابرولو  او دهغو په ډالیو سره  له جامع جومات سره مرسته کوي.

د ولز دمسلمانانو شورا هم  په همدارووستیو کې  په درست ولز کې په مختلفو جوماتونو کې غونډې ترسره  کړي او مسلمانو کورنیو ته ئې د ژوند د لګښتونو له بحران سره د مقابلې  د څرنګوالی او همداراز   د روژې په مبارکې میاشتې  کې له مسلمانانو سره د تعامل د څرنګوالی په باب د ګډون  او منظمونکو روزنو سپارښتنې کړي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4129675/%

captcha