ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزیر سلاکار سیدرسول موسوي په یوه ټولنیز پیغام کې لیکلي دي،د ایران او افغانستان په پولو کې هرډول نښتې اوترینګلتیاوې د دواړو لورو په تاوان دي.
د خبر لمبر: 3487404 خپرونې تاریخ : 2023/05/28
ایکنا-(تهران) د مصر د الازهر له افراط پالنې سره دمقابلې برخې ،په اروپائي هیوادونو کې د مسلمانانو په ضد د اقداماتو او له اسلامه د ویرونې اوڅاره زیاتیدا ته په اشارې سره ، له دغې سپيرې ښکارندې سره د مبارزې په خاطر د افراط پالو په وړاندې دپریکنده اقداماتو پر ضرورت ټینګار وکړ.
د خبر لمبر: 3487353 خپرونې تاریخ : 2023/05/17
ایکنا-(تهران) د افغانستان د ملې مصالحې د شورا مخکنی مشر ایران د افغانستان تاریخي دوست بللی، او په ایران کې ئې د افغان ځوانانو لپاره د تعلیمي خدماتو د وړاندې کېدو مننه کړې ده.
د خبر لمبر: 3487327 خپرونې تاریخ : 2023/05/13
ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ لوي درسیتز سردار محمد باقري چې د عمان په سفر مسقط ته تللی،پرون ئې د عمان له پاچا هیثم بن طارق بن تیمور آل سعید سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
د خبر لمبر: 3487313 خپرونې تاریخ : 2023/05/10
ایکنا-(تهران) په اسپانیا کې د ایران د سفارت دکلتوری خونې په همت او د کمییاس کاتولیک پوهنتون او د ایران د اسلامی ارتباطاتو او کلتور د ادارې د دینونو اوکلتورونو د خبرواترو دمرکز په مشارکت سره د اسلام او مسیحیّت سمینار ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3487312 خپرونې تاریخ : 2023/05/10
ایکنا-(تهران) د پاکستان او چین خارجه وزیرانو د افغانستان د طالبانو دحکومت له خارجه وزیر سره په اسلام اباد کې په ګډې ناستې کې په دغه هیواد کې د سولې او تعامل د لارې د پرمختګ لپاره سره موافقه وکړه.
د خبر لمبر: 3487300 خپرونې تاریخ : 2023/05/07
ایکنا-(تهران) د فلسطین د سرې میاشتې د ایمر جنسي مرکز مدیر احمد جبریل ووئيل،د صهیونیسټانو په حملو کې ۱۶۶فلسطینی ښاریز ټپیان شوي او او دغه راز ۱۵۲نور هم د اوښلن ګیسو له امله اغیزمن شوي دي.
د خبر لمبر: 3487288 خپرونې تاریخ : 2023/05/05
ایکنا-(تهران) د اسلامی ایران ولسمشر ابراهیم ریئسي سورئې ته د خپل سفر په دوهمه ورځ نن ددغه هیواد د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د بلادشام له عالمانو سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
د خبر لمبر: 3487285 خپرونې تاریخ : 2023/05/04
ایکنا-(تهران) دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر د سورئې له ولسمشر سره په کتنې کې وویل: په مقاومت او عقلانیت سره ثابته شوه چي ایران او سوریه پرحق دي او هغه هیوادونه چي تر دې وروستیو پورې د سوریې په وړاندې ئې د ایران په دریځ باندې شک درلوده اوس دې نتیجې رسېدلي دي چي د ایران دریځ پرحق دی.
د خبر لمبر: 3487284 خپرونې تاریخ : 2023/05/04
ایکنا-(تهران) د امریکا پولیسو ددغه هیواد په مینا پولیس ښار کې د دوو جوماتونو سوځوونی عامل ونیو.
د خبر لمبر: 3487272 خپرونې تاریخ : 2023/05/02
ایکنا –(تهران) د امریکا په لویدیځ کې د ویسکنسیّن مسلمانانو د کورنیو پلان، ددغې سیمې د اوسیدونکو مسلمانانو ژوند ته یوه اجمالی کتنه وړاندې کوي .
د خبر لمبر: 3487268 خپرونې تاریخ : 2023/05/01
ایکنا-(تهران) د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش وویل د هغو محدودیتونو لغو کول چې د کار لپاره د افغانستان د ښځو حقوق محدودوي بشر دوستانه مرستو ته د افغانستان د میلیونونو اړمنو کسانو د لاسرسي لپاره مهم دي.
د خبر لمبر: 3487263 خپرونې تاریخ : 2023/04/30
ایکنا-(تهران) د لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ عمومی منشي د ایران له خارجه وزیر سره په کتنې کې په سیمې کې د امنیت او ثبات له ټينګیدا سره په مرستې کې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود ،د ایران حکومت او ملت د دریځونو قدرونه اوستاینه وکړه.
د خبر لمبر: 3487253 خپرونې تاریخ : 2023/04/29
ایکناـ(تهران) د افغانستان د طالبانو ویندوي ذبیح الله مجاهد د افغانستان داساسی قانون د لیکنې د کار دوام ته په اشارې سره ووئيل، چې دغه حکومت د هیواد چارو د سرپرست په توګه د اساسی قانون له تشې سره مخ نه دی.
د خبر لمبر: 3487246 خپرونې تاریخ : 2023/04/26
ایکنا-(تهران) د افغانستان د طالب حکومت مرستیال ویندوي ووئيل،له هیرمند سین څخه د ایران د حقابه دتحقق لپاره ټولې ټاکنې په ایجنډا کې دي او کابل د ۱۳۵۱لمریز کال تړون ته هماغه شان ژمن دی خو په وروستیو کلونو کې وچکالۍپر هردواړو هیوادونو ډيرې منفي اغیزې شیندلي دي.
د خبر لمبر: 3487244 خپرونې تاریخ : 2023/04/26
ایکنا-(تهران) د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په دې خبرې سره چې تهران د ښې نتیجې ترلاسه کولو لپاره خپلو ډله ئیزو هڅو ته دوام ورکوي وویل د افغانستان موقته حکومت د تیر حکومت د چارواکو په اپوټه د ایران د اوبو په حق اعتراف او ټینګار کوي.
د خبر لمبر: 3487234 خپرونې تاریخ : 2023/04/24
ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي د ایران د پوځي پروګرام په ارتباط د امریکا د خارجه وزیر لمسؤنکي څرکندونې د امریکائي وسلو لپاره د بازار موندنې د دوام په موخې سره وبللې.
د خبر لمبر: 3487230 خپرونې تاریخ : 2023/04/23
ایکنا-(تهران) د افغانستان په باب د ازبکستان په سمرقند کې په غونډې کې ګډونوالو د افغانستان پر اوسني وضعیت او له موجوده واکمنانو څخه د نړیوالې ټولنې د مهمو غوښتنو چې «د ټولګډون حکومت جوړول، افغان ښځو ته د کار او تعلیم د فرصتونو برابرول او د لږکیو د حقونو ضمانت کول» پکې شامل دي، بحثونه وکړل.
د خبر لمبر: 3487185 خپرونې تاریخ : 2023/04/14
ایکناـ(تهران) د افغانستان په تیره بیا د پلازمینې کابل ښوونکي او د ښوونځیو مدیران د ایران د معلمانو او مدیرانو له روزنیزو تجربو د ګټه پورته کولو لیواله دي
د خبر لمبر: 3487159 خپرونې تاریخ : 2023/04/09
ایکنا-(تهران) د ؛قرآني ډيپلوماسي ،د ایران د اسلامی جمهوریت د کلتوری ډپيلوماسۍ د لوړتیا لپاره بیلګه ؛نومې سمینار کې حاضرو قرآني کارپيژاندو او څيړانو،چې د قرآن نندارتون په نړیوالې برخې کې ترسره شو،د نړۍ له هیوادونو سره په سیاسی او کلتوري مراوداتو کې له قرآني ډيپلوماسۍ څخه د استفادې پر ضرورت ټينګار وکړ.
د خبر لمبر: 3487151 خپرونې تاریخ : 2023/04/08