IQNA

د فرانسې د ملی ټیم له مسلمانو لوبغاړو د روژې د څو ورځولپاره دځنډولو غوښته شوې

9:15 - March 26, 2023
د خبر لمبر: 3487091
ایکنا-(تهران) د فرانسې د فټ بال فیډریش مسئولانو ددغه هیواد دملی ټیم له مسلمانو لوبغاړو غوښتي چې په رمضان میاشت کې د روژه ساتل تر څو ورځو پورې وځنډوي.

ایکنا د Morocco World News له قوله راپور راکړ، د فرانسې  L'Equipe  سپورټي چینل  په خپل وروستي راپور کې وئيلي دي ،د فرانسې د فټ بال ملی ټيم له مسلمانو لوبغاړو غوښتل شوي دی چې  روژه ساتل دې د ملی ټيم د سیالیو تر پاي پورې چې د روژې په مبارکې میاشتې کې ترسره یږي،وځنډوي.

 د L'Equipe په راپور کې زیاته شوې،د فرانسې  دملی ټيم   مسئولان څوک مجبوروی نه چې له خپل ایمان څخه پیروي دې نه کوي، خو له دوي هیله ده چې لوبغاړي فیصله وکړي، د روژې ساتل د رمضان میاشتې د سیالیو په اوږدو کې تر پنځو ورځو پورې دې روژه ساتل وځنډوي.

د فرانسې د ملی ټيم د مسئولانو له دغې غوښتې سره د دوي له سپارښتونو  درستو مسلمانانو خپل خپګان څرګند کړی  او له دوي ډيرو په ټولنیزو  چینلونو کې  په دغه اقدام سختې نیوکې کړي دي.

د ټوئيټر یوه کارؤنکي لیکلی دي،رمضان دغه شان کار نه کوي ،شرم دې وي د فرانسې دفټ بال پر فیډریشن(ایف ایف ایف).

د سوشل میډیا یوه بل کارؤنکي هم پخپل پیغام کې د انګلستان او فرانسې توپیري کړچار ته په اشارې سره لیکلي دي،په عین حال کې د  انګلستان دفټ بال په لیګ کې مسلمانو لوبغاړو ته  اجازت ورکړل شوی دی . د سیالیو په اوږدو کې دې خپله روژه په وخت وساتي او په وخت دې روژماتی وکړي.

دفرانسې د فټ بال ملی ټیم د تیرې جمعې په ورځې د یورو۲۰۲۴کال د اتلوالۍ په مقدماتي سیالیو کې دهالینډ په مقابل کې د صفر په مقابل کې په څلورو ګولونو سره لوبه ګټلې ده . د فرانسې ټیم  ټاکل شوې ده نن د آئيرلینډ  جمهوریت له ملی لوبډلې سره لوبه وکړي.

https://iqna.ir/fa/news/4129887/%D8%A

captcha