IQNA

په ډنمارک کې د قران په بیا سوځونې عربو هیوادونو سخت غبرګون ښودلی

8:33 - March 27, 2023
د خبر لمبر: 3487095
ایکنا-(تهران) په ډنمارک کې د قرآن کریم د نسخې دسوځونې بیا جنایت  د عربو هیوادونو له داسې سخت غبرګون سره مخ شوی دی  چې ددغه شان سپکو پيښو دتکراریدا د اجازت د ورکولو د نتیجو پّ باب  ئې لویدیځي هیوادونو ته په خبرداری ورکولو سره ټينګار کړی دی،د بیان د آزادۍ دمدعیانو دوه ګوڼه معیارونه  نفرت خورونکي دي.

ایکنا د عربی ۲۱ له قوله راپور راکړ، په ډنمارک کې یوې زوړ پالې افراطي ډلې  یو شمیر غړو دتیرې جمعې په ورځې یو ځل بیا د قرآن کریم یوه نسخه په اور کې سوځولې ده.

دغه نوی جنایت د  Patrioterne Gar Live  (ژوندي وطن پرست)په نامې سره د یوې ډلې ملاتړو ترسره کړی چې د فیس بوک له لارې په ژوندئ بڼه  خپور شوی دی.

ددغه جنایت عاملانو همداراز د اسلام ضده بینرونو په ځوړلو سره  داسلام د سپکاوي شعارونه هم ورکړي او د ترکیې بیرغ ئې هم سوځولی دی.

اردن اوقطر  ددغه جنایت په محکومولو سره  دا یو لمسؤنکی اقدام او د روژې په مبارکې میاشتې کې د مسلمانانو د احساساتو خطرناک لمسول بللي او وئيلي ئې دي ،چې دا لومړنی ځل نه دی چې په ډنمار کې قرآن کریم سوځول کیږي.

د اردن خارجه وزارت په خپلې اعلامیې کې وئيلي دي ،دغه لمسؤنکي او بوږنونکي پيښه،یو توکمپال اقدام او د نه منلو وړ پيښه ده چې په تیره بیا د روژې په مبارکې میاشتې کې ئې د مسلمانانو  احساسات پارولی دي.

د قطر خارجه وزارت هم په یوې اعلاميې کې ټينګار کړی دی، دغه بې شرمنه اوسپيره پيښّ  نفرت او تاؤتریخوالی ته لمن وهي،د سوله ایز ګډ ژوند ارزښتونه  ګواښي او نفرت خورونکي دوه ګوڼه معیارونه رابرسیره کوي.

د عربستان خارجه وزارت هم په ډنمارکې د افراطي عناصرو دغه سپير اقدام په کلکه غندلی او وئيلي ئې دي،عربستان د احترام ،سولې او خبرواترو د ارزښتونو د پياوړتیا په ضرورت ټينګار کوي او  له هر هغه څه سره چې د افراط پالنې ، نفرت او د یوه بل د دښمن بلنې د پراختیا سبب کیږي، خپل مخالفت اعلانوي.

همداراز د مراکش ،کویټ اماراتو اویو شمیر نورو مسلمانو اوعربو هیوادونو خارجه وزارتونو هم په جلاجلا اعلامیو کې په ډنمارک کې د زوړپالو افراط پالو په وسیله دغه سپک او نفرت خورونکی اقدام په کلکه محکوم کړی او  او وئيلي ئې دي، اسلامۍ د ګډ سوله ایز ژوند ملاتړ کوي او  له هغو ټولو چلندونو سره چې  امنیت، ثبات سوله او آرامښت په نښه کوي ، او د انساني اواخلاقي اصولو او ارزښتونو سره توپير لري، سخت مخالف دي.

له دې مخکې د جنورۍ په ۲۱نیټه هم د سویډ په پلازمینې سټاکهم ښار کې  په یوه ورته پيښې کې د قرآن کریم د یوې نسخې سپکاوی شوی ؤ.

https://iqna.ir/fa/news/4129967/%D9%

captcha