د اسلامی ایران ولسمشر ابراهیم ریئسی د حکومت د مدیرانو په عمومي ناستې کې ووئيل،هنر د خلکو لپاره د دندې ترسره کول دي،څوک چې نن سبا په حکومت او یا مجلس کې دي او د وزارت مسئولیت یا ولایتي مسئولیّت ئې منلی دی،ټول باید مرسته وکړي چې پخپل کار کې بریالی شي.نظر باید غوټه پرانیستونکی او د کار کول سم وي.
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ټينګار وکړ،هنر،کارکول او کوشش دی ،هنر د خلکو لپاره ددندې ترسره کول دی .
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر له مرکزی بانکه د بانکونو د زیاتو پیسو د اخستو د دریدا،او د هغو شرکتونو له مدیرانو سره د پریکنده چلند په باب په باب ځیني مهمې سپارښتنې مطرح کړې چې اخستل شوي اسعار بیرته ونه ګرځوي .
ایرناخبری آژانس راپور ورکړ،د اسلامی ایران ولسمشر ابراهیم ریئسي نن په تهران کې د هیواد د عمومی مدیرانو په سمینار کې پخپلې وینا کې ووئيل، د اوسنۍ دنیا ستر قدرتونه نه وائي په افریقا کې غواړو غلا وکړو، بلکې دوي وائي،غواړو خدمت وکړو، خو ددوی نظر یو مادي نظر دی رسما اعلان کوي، هرچرته چې د مونږ په ګټه وي ، هلته حاضریږو.
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر همداراز په دوام کې ووئيل،په مشهد مقدس کې داسلامی انقلاب د معظم لارښود د رهبر د وینا چورلیزدبدلون موضوع وه.