د سحر دعا د هغو دعاګانو لپاره یو عام عنوان دی چې د روژې دمبارکې میاشتې په سهار یا سباؤن کې لوستل کیږي.د هغو ترټولو مشهوره هغه دعا ده چې حضرت امام رضا علیه السلام له امام محمد باقر علیه السلام څخه نقل کړې ده .او په «اللَّهُمَّ إِنِّی أَسْأَلُک مِنْ بَهَائِک بِأَبْهَاهُ وَ کلُّ بَهَائِک بَهِی» عبارت سره پيلیږي. دغه دعا د اقبال الاعمال پشمول په پخوانیو سرچینو کې راغلې ده او مسلمانان دا د روژې دمبارې میاشتې په سهار وختي سباؤن کې لولي .
دسحر ددعا هره برخه په درو جملو مشتمله ده .دهغو په یوې برخې کې داسې لولو؛ «اللهم انی اسئلک من نورک بانوره؛ خدایه !له تا غواړم د تا د نور دترټولو نوراني مربتې له حقه ، په دوهمې برخې کې هم «و کل نورک نیّر؛ ستا ټوله مراتب نوراني دي : دریمې برخې کې هم لولو اللهم انی اسئلک بنورک کله ؛ خدایه !له تا غواړو د تا دنور دټولو مراتبو په حق سره ، لومړنۍ جمله د دعا او د غوښتې اړخ لري ، دوهمه جمله هم د یوه واقعیّت بیان او خبر او دریمه جمله بیا دغوښتې اړخ لري ،خو په عین حال کې له لومړي سوال سره توپیر لري.
ددغې جملې لپاره څو معنا پيدا کولی شو ، لومړۍ معنا ئې دا ده چې هر کس په لومړۍ جملې کې د الهي نور تر ټولو لوړې مرتبې ته توجه کوي او ورپسې دې ټکي ته متوجه کیږي ، چې دخدای نور درسته هستي راګیره کړې ده او دا هر اړخیز نورانیّت د هغو له وړتیاؤ سره توپیر لري، خو په عین توپیر دا ټول له نور اونورانیّته برخمن دي . درسته هستي له الهي نوره پنځول شوې ده
الهی نور په درستې هستۍ کې نغښتې دی. پر دې اساس یو موحد انسان چې په درستې هستۍ کې نورانیّت ویني ، هیڅ فرق نه کوي چې لمر ویني یا د یوه واړه حیوان ښکلاوې ویني .ځکه هر دواړه د خداي مخلوق او د الهي نور نښې دي.
انسان باید غفلت ونه کړي او خپل ذهن او زړه یوه یوه خاص نور ته محدود نه کړي، دا نور په هر بوټي او د سمندر د لاندې او په هرې یوې دښتې او ټولو مخلوقاتو کې موجود دی .
اللهم انی اسئلک بنورک کله؛ ائ لویه خدایه ،ما د یوه موحد په توګه منلې ده چې درسته هستي دتا په نور سره روښانه شوې ده او د شیانو د رابرسیره کیدا لپاره بل هیڅ شی وجود نه لري او موحد انسان د هستۍ نظام دته دغه شان نظر لري.
( دا مطلب د سحر ددعا د شرحې په ناستو کې د علمیه حوزې د لوړو سطحو د استاد حجةالاسلام و المسلمین محمد سورش محلاتي له څرګندونو راخستل شوی دی.)