IQNA

په پرتګال کې په یوه اسلامی مرکز په حملې کې دوه کسان شهیدان و څو نور ټپيان شول

8:52 - March 29, 2023
د خبر لمبر: 3487106
ایکنا-تهران) دپرتګال په پلازمینې لیسبن کې په یوه اسلامی مرکز باندې  پرون په سړو وسلو سره په حملې کې  دوه کسان وژل شوي او څو نور ټپیان شوي دي.

ایکناد العربی  الجدید له قوله راپور راکړ، دپرتګال پولیسو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ددغه هیواد په پلازمینې  لیسبن کې په یوه اسلامی مرکزباندې په سړو وسلو سره دحملې خبر ورکړی دی.

په دغې اعلامیې کې راغلي دي ،دوو کسانو په سړو وسلو سره په لیسبن کې د اسماعلي فرقې  سره اړونده په یوه اسلامی مرکز باندې په حملې کې دوه کسان وژل شوي  او د یرغلګر هم پولیسو نیولي دي.

ځینو خبری سرچینو دغه اسلامی مرکز له اسماعلیه فرقې سره اړونده او یو یرغلګر هم افغانۍ اعلان کړی دی،که څه هم دغه موضوع د پرتګال رسمي چارواکو له خوا تائيد شوې نه ده.

د پرتګال دپولیسو په دغې اعلامیې کې په دې باب لازیات جزیات نه دي ورکړل شوي .د پرتګال سی این این خبری چینل  هم  راپور ورکړی چې نوموړی یرغلګر یو افغان ښاریز دی  چې ستره چاړه په لاس کې  ورسره وه او له دې وروسته چې په شیشت کې راغشي ، نیول شوی دی.

ایسو شی ایټيډخبری آژانس هم په دې اړه  د پرتګال د لومړی وزیر آنتونیو کوستا له قوله وئيلي دي چې پولیسو  یوکس په لیسبن کې د اسماعلیه مسلمانانو په مرکز کې د دوو کسانو په وژلو  شکمن کس باندې ډزې کړي دي او یرغلګر همدااوس په یوه روغتونو کې بستري دی.  هغه د لازیاتو جزیاتو له ورکولو پرته وئيلي دي، هر څه دا ښئ چې دغه پیښه یوه شخصي معامله  ده.البته اوس زر ده چې څه ووایو  څيړنې روانې دي اونتیجه به ئې زر اعلان شي.

https://iqna.ir/fa/news/4130331/%D

captcha