ایکنا نیوزد ترک میډیا له قوله راپور راکړ،د مصر د الازهر اسلامی مرکز دیوې اعلامیې په صادرولو سره د ډنمارک په کوپن هیګ ښار کې د افراط پالو په لاس دقرآن بیا سپکاوی پّ کلکه محکوم کړ.
په اعلامیې کې راغلي دي ،په روژې مبارکې میاشتې کې دغه شان نفرت خورونکی او سپک اقدام، د مسلمانانو په ضد یو جاهلانه،متعصب او ترهه ګر عمل دی.
الازهر اسلامی مرکز پخپلې اعلامیې کې دغه اقدام له اسلامه د ویرونې د پروسې یوواضح او روښانه مثال بللی او دا ئې د ټولو دینونو سپکاوی بللی دی. په اعلامیې کې دغه اقدام نفرت خورونکی جرم بلل شوی او وئيل شوي دي چې دغه شان خلک هیڅ انساني ارزښت ته قایل نه دي او یوازې شر او فساد غوښتونکي وي.
الازهر پر دستو نړیوالو ټولنو او د انساني حقوقو پر اورګانونو غږ کړی، چې دغه شاان اقداماتو مخه دې ونیسي او ددې لپاره دې نړیوال قوانین وضع کړي څو د بیان د آزادۍ په پلمه د آسماني کتابونو سپکاوي بیا تکرار نشي که نه نو خطرناکې پایلې به ولري.
تیرې جمعې ورځې په ډنمارکې یو ځل بیا د ګوند زوړپالو یو شمیر افراط پالو د قرآن پاک یوه نسخه سوځولې او په فیس بک کې ئې لائيو کلیپ هم خپور کړی دی .دوي دغه راز د آسماني دین اسلام په ضد شعارونه هم ورکول او د ترکیې بیرغ ته ئې اور هم ورته کړ.