IQNA

د پاکستان او صهیونیسټي رژيم تجارتي اړیکې به خطرناکې نتیجې ولري

16:32 - April 02, 2023
د خبر لمبر: 3487125
ایکنا-(تهران)ّد پاکستان تحریک ا نصاف ګوند د اسلام اباد او صهیونیسټي رژيم ترمینځ دخوراکي موادو په تجارت سخت اعتراض وکړ او  په دې باب ئې د پاکستان  خارجه وزارت څخه توضیح وغوښته.

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د پاکستان د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند  غوښته له دې وروسته مطرح شوي چې د  دغه ګوند یوې مشرئې میرمن شیرین مزاري  پخپل یوه ټویټ کې د اسلام  او تل ابیب ترمینځ د  تجارت د هرکلي په باب د امریکا د یهودیانو دکانګرس  مطبوعاتي اعلامیه   شيئر  کړې.

میرمن شیرین مزاري چې له  دې مخکې هم د امریکائي سیاستونو سخته مخالفه پاتې شوې او په کرتو ئې د صهیونیسټي رژيم د سپکو حرکتونو په وړاندې دځينو هیوادونو په چپتیا نیوکې هم کړي دي  او  د فلسطین له نیواکګرو سره د سازباز د دسیسې او د تیرګیر  او وحشي صهیونیسټي رژيم   دپه رسمیّت پيژندنې  د دسیسې په باب ئې خبرداری ورکړی دی.

زمونږخبریال د آج ټيلویژني چینل له قوله راپور راکړی، د پآکستان تحریک انصاف ګوند په ټویټر کې په یوې اعلامیې  کې لیکلي دي ،اوس مشخصه شوې چې د رژيم  چینج ددوسیې یوه بل پټ پروګرام  هم د پوره کیدا په حال کې دی  او دسیسه ګر هم له نتن یاهو زده کوي چې ستره محکمه څرنګه کنټرول کړي.په دغې اعلامیې  کې ټينګار شوی دی ، چې د پاکستان خارجه وزارت باید توضیح وکړي ، چې  کله دغه هیواد صهیونیسټي رژيم په رسمیّت نه پيژندي ،نو  دغه شان پيښې څنګه رامینځةکیږي او دلندن  د پلان د یوې برخې په توګه  نوره کومې پټې موافقې ترسره شوي دي؟

 د پاکستان یو یهودي ښاریز فیشل بن خالد مدعی شوی چې توانیدلی  دپاکستان وچه میوه او  مصاله اسرائيلو ته صادره کړي.

 د امریکا د یهودیانو کانګرس هم د مارچ په دیرشمه نیټه دیوې مطبوعاتي اعلامیې په خپرولو سره  ددغه واړۀ اقدام په هرکلی سره هیله څرګنده کړې چې  د اسرائيلو او پاکستان پر اقتصاد پراخې اغیزې وشیندل شي.

داپه داسې حال کې دي چې د پاکستان د تجارتي چارو زوارت له اسرائيلو سره هرډول تجارت  او اړیکې درلودل په کلکه رد کړي ا و وئيلي ئې دي ، دپاکستان دبدنامولو لپاره هڅه  ګړندئ شوې ده.

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i130518

captcha