IQNA

د ایران اوپاکستان د کلتوری او سیاسی ملګرتیاوپراختیا له شعار تر عمله(مقاله)

15:47 - April 06, 2023
د خبر لمبر: 3487147
ایکنا-(تهران) د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف په اسلام آباد کښې د دغه هیواد د بلوچستان صوبې له لوړرتبه پلاوي سره په کښې د بلوچستان صوبې جغرافیائي موقعیَت ته په پام سره ددغې صوبې د ترقۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او له ایران سره د دغې ګډ سرحد لرونکې صوبې د کلتوری چارو د زیاتولو او د راکړو ورکړو د زیاتیدو غوښتونکی شو.

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د پاکستان لومړی وزیرد ایران د اسلامي جمهوریت د ګاونډي صوبې په توګه د بلوچستان د پراختیا په اهمیت په ټینګار سره، د دواړو هیوادونو ترمینځ د تجارتي ملګرتیاؤ د پیاوړتیا غوښتنه وکړه .

اسلامی ایران اوپاکستان د اړیکو د پراختیا لپاره له لوړو تجارتي او اقتصادي او کلتوری  ظرفیتونو سره سره هیڅکله له دغو ظرفیتونو په مطلوب ډول استفاده نده کړی او دا ستونزه زیاتره د پاکستاني چارواکو له لوری ده.ځکه چی هغو په خبرو اواعلان کې له تهران سره د اړیکو د پراختیا په اړه لیوالتیا ښودلی ده خو په عمل کې د تحقق په لړ کې د اقداماتو شاهدان نه یو، په دې ډول چی د پاکستان په  حکومت د پاکستان رسندوی او کارپیژندنې ټولنود نیوکو سبب شوی دي . دپاکستان بلوچستان صوبه د دغه هیواد د نورو صوبو په نسبت زیاته تاوانی ده اوپه دغه صوبه کې مختلفې بیلتون غواړي ډلې فعالې دي . د بلوچستان صوبې په مشکلاتو د غلبې لپاره د پاکستان د فیډرال او ځای دولت یوه لاره چاره پانګونه او د هغې د اقتصادي مشکلاتو اوارې دی چی په وروستیو کلونو کې دغه هدف ندې پوره شوی . په پاکستان کې د سیاسی مسلو کارپیژاندې منصور احمد خان په دې باره کی وایی د پاکستان حکومت هیله من وو د ون روډ ون بیلټ د ټرانزیټی طرحې په چوکاټ کې له چین سره د ملګرتیا د پراختیا له لارې چی یوه برخه یې له پاکستانه تیریږی ، د بلوچستان صوبې د پراختیا لپاره مناسبه پانګونه جلب کړی . که څه هم په دې زمینه کی بریالیتوبه ترلاسه شوی خو کافی ندي .په عین حال کی هغه مرستې چی دوه ګاونډي هیوادونه د پراختیایی مشکلاتو له اواری سره پراختیا هم وکړه په پریکنده توګه ډیره ګټه ولری .

شهباز شریف په اسلام آباد کښې د دغه هیواد د بلوچستان صوبې له لوړرتبه پلاوي سره چې په کښې د دفاعي تولیداتو وزیر، د انرژۍ سلاکار وزیر او د بلوچستان له عوامي ګوند او د بلوچستان ملي ګوند د قومي اسمبلۍ استازي په کښې شامل وو،کتنه وکړه. شهباز شریف په دغې کتنې کښې د بلوچستان صوبې د ترقۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او له ایران سره د دغې ګډ سرحد لرونکې صوبې د راکړو ورکړو د زیاتیدو غوښتونکی شو.

د پاکستان  لومړی وزیرد ویلي دي: د بلوچستان صوبې ترقي د اسلام آباد د حکومت کاري وړومبیتوب دی او د دې هدف لپاره د سوداګرۍ او د پولو د پراختیا په برخه کښې له ایران سره د دوه اړخیزو ملګرتیاؤ د پراخولو هوډ لري.

بی شکه د بلوچستان ځای چارواکي د شهباز شریف له دغې سپارښتنې هرکلی کوی خو په هغو کې دا اندیښنه موجوده ده چی د پاکستان د لومړی وزیر دغه دریځ دادعا تر حده پاتې شی ځکه چی تهران او اسلام اباد ترمینځ ډیر پروګرامونه او موافقې لاسلیک شوي دي چی د پاکستان حکومت له  خوا ندی اجرا شوي . له ایران سره د تجارتي ملګرتیا په پراختیا د شهباز شریف ټینګار په داسې حال کښې دی چې ټاکل شوې هغه راتلونکې چهارشنبه له ایران سره د دوه اړخیزو موافقو د تعقیبونې لپاره په اسلام آباد کښې یوه غونډه جوړه کړي .

د سیاسی مسلو کارپیژاندې محسن رویی صفت په دې باره کی وایی په پاکستان کې په پیچلی بیوروکراسی سربیره چی تړونونه په  اداری پیچلتیاو کې ښکیلوي ، په ډیرو موردونو کې د پاکستان دولت د خپل بهرنی سیاست په تیره بیا د امریکا تر اغیزلاندې  له اسلامی ایران سره خپلې اړیکي تنظیموي چی په ډیرو وختونوکې د پاکستان ګټو ته تاوان رسوي .

په هر حال د ایران اسلامی جمهوریت اوپاکستان په ګاونډیتوب سربیره د اکو د سیمه ایز اقتصادی سازمان له  بنسټ ګرو غړیو هیوادونوهم دي ، د دوه اوڅو اړخیزه اړیکو د پراختیا لپاره ډیر ظرفیتونه برابروي .

 https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i130654

captcha