ایکناخبری آژانس راپو راکړ،د جرمني د برلین امام علی(ع)اسلامی مرکز په یوې اعلامیې کې ووئيل، په دغو سیالیو کې د نامو لیکل د اپریل له پنځمې نیټې او د روژې دمبارکې میاشتې له څوارلسمې پيل شوي او هماغه راز دوام لري.
دغه سیالۍ د اپریل په اتلسمه نیټه چې د روژې دمبارکې میاشتې ۲۷نیټه کیږي،په ځاي وخت مازدیګر څلور بجې د برلین په امام علی(ع)اسلامی مرکز کې ترسره کیږی او د روژې د مبارکې میاشتې دنیکمرغه اختر په ورځ ئې غوره کسان معرفي او ورته به جایزې ډالۍ شي.
د قرآن د سیالیو په دغو څانګو کې قرائت د هر عمر لرونکو خوئيندو وروڼو لپاره او د حفظبرخه هم د خوئيندو وروڼو لپاره دی او له دولس کلنې کم عمر لرونکي زلمیان او انجونې د حفظ په څانګې کې له دیرشو سپارو لس سپارې او له دولس کلونو پورته عمر لرونکي به هم له دیرذشو سپارو د شلو سپارو د حفظ په برخې کې له یوه بل سره سیالۍ وکړي.