IQNA

په مصر کې د لومړۍ روژه لرونکوجشن او د روژمتي ترټولو اوږد دسترخوان

15:43 - April 11, 2023
د خبر لمبر: 3487166
ایکنا-(تهران)د مصر شیخ زاید ښار تیره شپه دهغو زلمیانو چې لومړۍ روژه ئې ساتلې،ولولناک جشن لمانځل شوی او تر یونیم کلومیټر پورې اوږد د روژماتي دستر خوان  ئې درلودلی دی.

ایکناد مصراوي له قوله راپور راکړی،د مصر په جیزه ولایت کې شیخ زاید ښار اوسیدونکو ددغه ښار په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په مصر کې د روژې دمبارکې  میاشتې تر ټولو اوږد روژماتي دسترخوان غوړولی څو د ؛د تاسو ګاونډی د تاسو کور دی ؛ په شعار سره پخپلو کې د ښاریزوالی پيوندونه پیاوړي کړي.

د  رمضان المبارک د روژماتي  دغه دسترخوانددغه ښار په یوه سړک کې تر ۱۵۰۰میټرو پورې اوږد غوړول شوی چې  د خلکو په وینا نوموړی دسترخوان ، له ډول ډول خوړو،، د میز د شکل ، څوکیو  او مشالونو اونورو  ډول ډول ښکلاؤڅخه  برخمن  ؤ.

دغه دستورې  د لومړۍ روژه ساتونکو زلمیانو او ماشومانو له ځانګړو پروګرامونو سره یو ځاي وې  او د روژماتي په درشل کې د ماشومانو لپاره د قرآن د حفظ سیالیو او د غوره ماشومانو ته د ډالۍ  د ورکولو  پشمول ځیني  دیني فعالیتونو سره یو ځاي وې.

د شیخ زاید ښار د ډله ایز روژماتي د منظمونکي کمیټې  یوې مسئولې نهله طارق  وائي،نن سبا ډیری خلک حتی د ورځې د ترینګلتیاؤ په دلیل  له خپلو ګاونډیانو  سره له ټولنیزو اړیکو څخه هم   محروم دي او د روژې په مبارکې میاشتې کې ددغه شان دستورو ترسره کیدا  د ښاریزو  او درله یوه بل سره د دوي  دخپلوانو ترمینځ د  همپالنې او دوستۍ لپاره او همداراز په مختلفو زمینو کې  دمدني ټولنې ترمینځ د تجروبو د مبادلې لپاره هم یو فرصت کیدلی شي.

شیخ زاید ښار  د مصر دجیزه ولایت یو هغه نوی ښار دی چې په ۱۹۹۵کال کې د  متحده عربی اماراتو په مالی ملاتړ سره تاسیس شو . شیخ زاید ښار  د شپږم اکتوبر له ښار سره نزدې او د قاهرې په ۲۸کلومیټرۍ کې واقع دی .د شیخ زاید ښار  مساحت  کابو نهه زره پنځه سوه هیکټره او آبادي ئې هم درې لکه درې اتیا زره  کسان دي . اټکل کیږي، چې د ښار په بشپړتیا سره  ددغه ښار آبادي کابو پنځه لکه کسانو ته ورسیږي.

ددغه تاریخي روژماتي د ځانګړنو  او ولولې په باب یو انځوریز راپور هم ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4133216/%D

captcha