ایکنا راپور راکړ د قرآن نړیوالو علمی فعالیتونو په پراختیا کې د میرمنو د رول په نامې سره سمینار،د د تهران په امام خمینی مصلی یا عیدګاه کې د قرآن کریم ددیرشم نړیوال نندارتون په نړیوالې څانګې کې ترسره شو،د پوهنتون پروفیسرې او څيړاندې او د اسلامی شورا د سندونو د مرکز مدیرې میرمن شهناز عزیزي په دغه سمینار کې وینا وکړه.
میرمن شهناز عزیزي په دې خبرې په ټينګار سره چې میرمنې باید په نړیوال ډګر کې په خاص او عامه توګه خپل ځائيګی وپيژندي، ووئيل؛د میرمنو ځائيګي ته د قرآن د نظر په باب په لسګونو آیتونه لرو او په تحریم سورې کې د فرعون میرمن او حضرت مریّم(س)،د مومنینو لپاره بیلګه دي او په قرآن کریم کې حضرت مریم (س) د درستې نړۍ د ټولو میرمنو لپاره بیلګه ده او په قرآن کریم کې څو نوره میرمنې هم د میرمنو او سړیو لپاره بیلګه ،لارښود او مخکې میرمنې دي او دغه ډول بیلګه یوازې په اسلام کې ترسترګو کیږي.
میرمن عزیزي روښانه که ،حضرت فاطمةالزهراسلام الله علیها ځيني لقبونه لري او هغه دا دی چې پر نورو معصومینو(ع)د خداي حجت او معصومو امامیّنو(َع)بیلګه ده ، په قرآن کریم کې بیلګه میرمنې داسې ځانګړنې لري چې که هره یوه میرمن دغه ځانګړنې ولري ، نو دنړیوالې ټولنې لپاره لارښود او بیلګه کیدلی شي.
د اسلامی شورا د سندونو د مرکز او میوزیم او کتابتون څيړنیزې مدیرې په دوام کې ووئيل، د میرمنو په باب پر آیتونو سربیره ،د نساء او مریم سورو په شان ځينې سورې هم د میرمنو په نامې سره دي چې ښئ میرمنو ته د قرآن کریم نظر څومره مترقي او لوړ دی.
هغې دمیرمنو په باب له قرآني سورو او آیتونو څخه(قرآني مانیفیسټ) قرآني سټراټژيک سند پر رابرسیره کولو باندې په ټینګار سره ووئيل، دغه سند یوازې یو دیني سند نه دی،بلکې یو داسې نړیوال سند دی چې نړیوال ئې بیلګه ګرځولی شي،ځکه قرآن کریم یو نړیوال کتاب دی او یوازې له مسلمانانو سره اړونده نه دی ،له قرآن کریمه هریو سند چې واخستل شي، یوه نړیواله بیلګه ده.
https://iqna.ir/fa/news/4133139
ایکنا-(تهران) د پوهنتون یوه استاده او څيړانده میرمن شهناز عزیزي د میرمنو په باب د قرآن کریم له زړه،د سټراټژيک سند په لټولو باندې په ټينګار سره ووئيل، دغه سند یوازې دینی بڼه نه لري، بلکې یو نړیوال سند دی چې نړیوال ئې بیلګه ګرځولی شي ، ځکه قرآڼ یو نړیوال کتاب دی.