IQNA

د قرآن نندارتون ترسره کیدا د ایران په ضد او له شیعیّته د ویرونې تبلیغاتو ته یو ځواب دی

9:21 - April 13, 2023
د خبر لمبر: 3487178
ایکنا-(تهران) ایکنا-(تهران)د اسلامی مذهبونو د نزدیکت د نړیوالې ټولنې عمومی منشي حجةالاسلام حمید شهریاري د قرآن دنړیوال نندارتون دلیدو په وخت ووئيل،د مختلفو مذهبونو د مشهورو هنرمندانو او مشهورو شخصیّتونو په شتون سره د قرآن د نندراتون ترسره کیدا په اسلامی هیوادونو کې دتعاملاتو د رامینځةکیدا زمینه برابرولی  او له ایرانه او شیعیَته د ویرونې منفی پروپيګنډې او سیاستونه بې اغیزې کولی شي.

د اسلامی مذهبونو د نزدیکت د نړیوالې ټولنې عمومی منشي حجةالاسلام حمید شهریاري  د تهران په امام خمیني عیدګاه کې د قرآن کریم د دیرشم نړیوال نندارتون د لیدو په وخت ددغه نندارتون په اسني پړاؤ کې د ایکنا په سټال کې په شتون سره د اسلامی لیدتوګو د چورلیز په توګه  د قرآن  اهمیّت ته په اشارې سره،د اسلامی هیوادونو د نظر خاوندانو او  متفکرانو سره د تعامل او دعوت له لارې د ایران او شیعیَت په ضد له تبلیغاتو سره  د مقابلې په خاطر د نړیوالې برخې د فعالیتونو د زیاتولو په ضرورت ټينګار وکړ.

 هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې دغه نندارتون د یوه نړیوال نندارتون په توګه تر کومه اندازه د اسلامی مذهبونو په نزدیکت کې اغیزې شیندلی شي، ووئيل،  هماغه شان چې پوهیږئ  ایران یو  هغه هیواد دی چې د دیني او مذهبي لیدتوګو له پلوه مختلف تفکرات لري،  اواهل تشیّع ، اهل تسنن  او حنفی او شافعي مذهبه خلک دغه راز دنورو دینونو پیروکار لکه مسیحیان، یهودیان،زرتشتیان  هم ګډ سوله ایز ژوند کوي.  په تهران او ځینو  نورو ښارونو کې هم پر جوماتونو سربیره ،کلیسا ګانې ،آتش  کدې ا کنیسې  هم شته دي.

حمید شهریاري په دوام کې ووئيل، نړیوال استکبار  د مذهبی تفرقې او درز ته دلمن وهلو لپاره مختلفې نقشې  لری او په دې پسې دی څو د ایران په داخل کې او دغه راز په  اسلامی هیوادونو کې تفرقه او درز رامینځةکړي.  له اسلامه دویرونې ، له شیعیّته د ویرونې په څير  مختلفو فعالیتونو سرچینه او دغه راز  نور ورته اقدامات  هم ددرز او تفرقې د رامینڅةکولو  او له دغو اقداماتو څخه د اخپلو  ګټو د تامینولو لپاره ورڅخه ناوړه استفاده ده.

هغه همدااز زیاته کړه ، له دغو دسیسو سره د مقابلې یوازینۍ لاره  د نندارتونونو په چوکاټ کې قرآني او نورو ورته فعالیتونه  دي او  دنورو هیوادونو د مسلمانانو  شتون هغه که د دوي د مختلفو سټالونو په بڼه کې وي او یا که دمختلفو مذهبونو د هنرمندانو او مشهورو څيرو په شکل کې وي په اسلامی هیوادونو کې د تعاملاتو د رامینځةکولو زمینه برابرولی  و له ایرانه بهر ته یو پيغام کیدلی او دغه راز په مسلمانانو کې له ایرانه او شیعیّته د ویرونې سیاستونه بې اغیزې کولی شي. ددغه پیغام محتوا داسې ده چې ایران یو اسلامی هیواد دی  چې قرآني فعالیتونه پکې ډير مهم او اساسی ځائيګی لري.

https://iqna.ir/fa/news/4133262

 

captcha