IQNA

که عقلاني عمل وشي،ددښمن محاسبات ماته خوړونکي دي

15:39 - April 16, 2023
د خبر لمبر: 3487197
ایکنا-(تهران) د اسلامی ایران د درستو قواؤ لوي قوماندان هغو دوو جنګونو ته په اشارې سره چې امریکا کابو دوه لسیزې مخکې د ایران په ختیځ او لویدیځ کې رامینځةکړ،ووئيل، امریکایانو په عراق او افغانستان کې ګټې درلودې ، خو دهغوي نهائي هدف دایران اسلامی جمهوریت ؤ چې داسلامی انقلاب د پیاوړي بنیاد په دلیل ئې په دغو پيښو او خپل نهائي هدف کې ماته وخوړله .

ایکنا خبری آژانس راپور راکړ،د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي نن دایران دپوځ له لوړپوړو قوماندانانو  او مسئولانو سره په کتنې کې دغه ځواکونه ، د مومنانو دامیر حضرت امام علی علیه السلام د فرمان په اساس، د هیواد او ملت  پیاوړي کلاګانې وبللې  او ټينګار ئې وکړ،دغه ډير لوي ځائيګی له ځان سره ډيردرندۀ مسئولیّتونه لري، چې الحمد الله وسلوال ځواکونه ددغه ویاړمن موقعیّت په قدرونې او پيژندنې سره پخپلو دندو باندې په عمل بوخت دي.

دوي په وسلوال پوځ کې  په  دوامدار حرکت و پرمختګ د خوښئ په ښودلو سره  ووئيل، د پرمختګ او پیاوړتیا په هیڅ حد او  حدود قانع نه شئ او بې ځنډه پر مخ لاړشئ .

 د ایران ددرستو قواؤ لوی قوماندان د قرآن کریم په آیت باندې په استناد سره ، همیشنی تیارئ د پروردګار فرمان او دخداي او د  ملت د دښمنانو د ویرې او وحشت زمینه وبلله او وې وئيل،ګواښ، هیڅکله هم په بشپړ ډول له مینځّه نه ځي،پر دې اساس ،بایدهرڅومره  چې ممکن وي ، خپل مختلف  چمتووالی نوره هم زیات  کړئ.

حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي  همداراز  د دښمنانو لپاره پوځ بشپړ چمتووالی مخه نیونکی   او د پيښو  د صحنې ترشا  او د اصلي پلانونکو په مقابل کې هوښیاري  ، په بشپړ دول ضروري وبلله.

د اسلامي انقلاب مشر: که عقلاني عمل وشي، د دښمن د محاسباتو ماتول ممکن دي.

د ایران د درستو قواؤ لوي قوماندان د کم قدرته عناصرو احتمالی خبرو او اقدام ته په اشارې سره ووئيل، باید ذهنونه  دغه ډول خبرو او  اقداماتو ته متوجه او ورباندې متمرکز نه کړو، بلکې باید د صحنې ترشا او اصلي پلانونکي وپيژندل شي.

هغه د نړۍ په مختلفو سیمو کې  دنړیوالو شر غواړو پوځونو  جنګ غوښتو اقداماتو ته په اشارې سره  ووئيل، استکبار  هرچرته چې ګټې وویني  د صحتې له  شا څخه نښته پیلوي. 

ددښمن پر اوږدمهاله پروګرامونو باندې تمرکز او  دقت  بل   هغه مهم ټکی ؤ چې د  اسلامی انقلاب ستر  لارښود  دپوځ قوماندانانو او مسئولانو ته  په خطاب کې ورباندې ټينګار وکړ.

دوي په دې زمینې کې هم ووئيل، ددښمن پر پنځه کلن او لس کلن پروګرامونو باندې دقت ښه او لازم دی ،البته باید   دهغو لنډ مهاله او مینځ مهاله پروګرامونه   هم په دقت سره وڅارل شي.

د اسلامی ایران د درستو قواؤ لوي قوماندان   هغو دوو جنګونو ته په اشارې سره چې امریکا  کابو دوه لسیزې مخکې د ایران په ختیځ او لویدیځ کې  رامینځةکړ،ووئيل،  امریکایانو په عراق او افغانستان کې   ګټې درلودې ،  خو  دهغوي نهائي هدف  دایران اسلامی جمهوریت ؤ چې  داسلامی انقلاب د پیاوړي بنیاد په دلیل  ئې په دغو پيښو او خپل نهائي هدف کې ماته وخوړله .
 حضرت آیت الله العظمی سید  علی  خامنه اي د صهیونیسټ رژیم اوسنۍ موقعیّت  د دغه شان ناکامیو یو بل مثال وبالۀ او وې وئيل،دتیر کال په روژې مبارکې میاشتې کې د صهیونیسټي رژيم فلسطین ضده  عملیات ، په نړۍ کې له یوه خاص عکس العمل سره   مخامخ نه شول ، خو سږکال د هغو جنایتونو په مقابل کې حتی په امریکا او انګلستان کې هم مظاهرې وشوې.د ایرا د درستو قواؤ لوي قوماندان د دښمن په ماته  خوړنې باندې د باؤر  په خیال سره  له دښمنه غافل  نه کیدا، مهمه وبلله او وې فرمائيل؛هیڅکله هم باید ددښمنانو له پلانونې  او مکر څخه غافل نشئ .

 https://iqna.ir/fa/news/4134578/%D

captcha