ایکنا د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ،د اسلامی مذهبونو دنزدیکت نړیوالې ټولنې عمومی منشي ټينګار کړی ،نن سبا مو په نړۍ کې د امریکا پولیس مین رول ختم کړی دی چې باید د نړۍ د نظم راتلونکي لپاره ورته توجه ولرل شو، باید د ډالر باؤؤ هم دنړۍ په سویه مات کړو او د امریکا یو اړخیز پالنه په مطلق ډول له مینځه لاړه شي او هیڅکله هم باید دښمن کمزوری ونه ګڼو.
د اسلامی مذهبونو دنزدیکت دنړیوالې ټولنې د عمومی اړیکو برخې راپور ورکړی، حمید شهریاري دقدس د نړیوالې ورځې په مناسبت د؛ فلسطین آزادي، داسلامی امت دنده ؛نومې نړیوال سمینار په دوهمه ورځ پخپلې وینا کې ووئيل، استکبار خپلو سپيرو موخو ته درسیدا لپاره په سیمې کې د سیمې په هیوادونو کې د درز د رامینځةکولو او د هراړخیز شتون دتوجیه لپاره په سیمې کې یوې سرطاني دانې ته اړتیا درلوده څ، خپلې موخې پر مخ بیولل شي.
شهریاري روښانه کړه نن سبا په نړۍ کې اساسی بدلون په رامینځةکیدا دی،کله اسلامی انقلاب رامینځةشو،نو د استکبار په مقابل کې دمقاومت کلتور بڼه وموندله.هغه همداراز ووئيل،نن سبا د اسلامی امت لپاره یوه لویه بریا دا ده چې سعودیان پوهه شوي دي چې امریکا د تکیې او اعتماد وړ نه ده.
حجةالاسلام حمید شهریاری دغه راز ووئيل،له روسیې او چین سره د ایران د اسلامی جمهوریت اتحاد په یوه مشترک ټکی دی او هغه د یواړخیز پالنې له مینځّه وړل دي.