ایکنا خبری آژانس راپور راکړ،د اسلامی ایران ولسمشر د پریډ په دستورو کې پځپلې وینا کې ووئيل،له سیمې د ورآخوا ځواکونو په تیره بیا امریکائي پوځیانو ته د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ پیغام دا دی چې زرترزره دې له سیمې ووځي.
سید ابراهیم ریئسي د پوځ د ورځې د پریډ په دغو دستورو کې ددې خبرې په کولو سره چې د اسلامی ایران وسلوا ل ځواکونه د سیمې لپاره امنیت ډالۍ کونکی دی،زیاته کړه،د سیمې د هیوادونو لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ پيغام،د دوستۍ او سولې پیغام دی او د هرې هغې هڅې چې د سیمې لپاره امنیت ساتلی شي،،په ورین تندي سره ئې هرکلی کوي.
د اسلامی ایران ولسمشر روښانه کړه،د ایران وسله وال ځواکونه د سیمې د امنیت ضامن دي او له سیمې ورآخوا ځواکونه د سیمې له امنیت سره کومه مرسته نه کوي.
ابراهیم ریئسي د سیمې ملتونو او خلکو ته په خطاب کې ټينګار وکړ د ایران وسلوال ځواکونه به تل د سیمې د ملتونو د آرامه ژوند او هوساینې او امنیت پشتیبان وي او حکومت هم د وسلوالو ځواکونو د تجهیزولو او پشتیبانۍ دنده لري.
د اسلامی ایران ولسمشر ټینګار کړی، د اسلامی انقلاب دښمنان په تیره بیا صهیونیسټي رژیم دې پوهه شي،چې د ایران د اسلامی جمهوریت په ضد تر ټولو وړوکی اقدام اوا حرکت هم د ایران د وسلوالو ځواکونو له خوا سخت ځواب وویني او د ایران د امنیت په ضد د دوي له خوا تر ټولو وړوکي تیروتنه به د تل اوبیب او حیفا د نابودۍ سبب شي.
نن سه شنبې ورځ، د وري د میاشتې ۲۹نیټه د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د پرسنلو دقربانیانو او د میړنیو د تکریم او ستاینې ملی ورځ ده .
د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د ورځې د پریډ دستورې،سږکال د روژې دمبارکې میاشتې له شپو ورځو سره د یووخت والي په علت،د بلي کنډکونو له شتون پره ترسره شو او د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ دجنګی توانمنیو یوه برخه د پریډ له مقامه د ګاډو د کنډکونو په چوکاټ کې تیره شوه. ددغه راپور په اساس د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د هوائي ځواک الوتکو هم د پریډ په اجرائي چارو کې برخه واخسته او ډول ډول الوتکې او چورلکې او پوځي ګاډي او تجهیزات په تهران او د ولایتونو په مرکزونو کې نندارې ته وړاندې شول .