IQNA

د ایران او عربستان روغې جوړې استعماری لړۍ لالهانده کړې ده( مرکه)

10:11 - April 19, 2023
د خبر لمبر: 3487216
ایکنا-(تهرن) د دوو سترو اسلامی هیودونو ایران او عربستان روغه جوړه د اسلامی نړۍ قدرت او توانمني څرنګه زیاتوي؟،د ډاکټر غیورغالب له خولې ئې آورو (مرکه)

ایکنا-نیوز: د سیمې د سیاسی او دیني چارو یو کارپوه او تکړه دینی عالم حجةالاسلام  ډاکټر غیورغالب په یولړ څرګندونو کې ووئيل، د ایران او سعودي عربستان  ترمینځ شوي موافقه که په بشپړ ډول اجرا او جدی تعقیب شي،نو دا نه یوازې د ایران او عربستان د اړیکو د پیاوړتیا سبب کیږي، بلکې د اسلامي نړۍ د توانمینواو قدرت د پیاوړتیا سبب هم کیږي.

تکړه دیني عالم او د سیاسی چارو یو کارپوه ډاکټر غیور حسین غالب ایکنا خبری آژانس سره د ایران او عربستان د وروستۍ موافقې او دغه راز د دواړو هیوادونو دخارجه وزیرانو شوي لیدو کاتو ته په اشارې سره ووئيل، استکباري او استعماري قدرتونه نه غواړي،د اسلامی نړۍ  مشران په تیره بیا د ایران او عربستان په څير ستر اسلامی هیوادونه او تیل تولیدونکي قدرتونه پخپلو کې سره یو شي،دوي هڅه کوي،تل د ایران او عربستان په څير د هیوادونو ترمینځ اختلافات لاژور او پراخ شي او دوي په خړو اوبو کې کبان ونیسي.ډاکټر غیورغالب دغه راز ووئيل، له مودو راهسې د اسلامی امت یو دا آرمان ؤ چې د ایران او عربستان په څير ستر او مهم اسلامی هیوادونه سره یوه خوله شي او د اسلامی امت او اسلامی هیوادونو په ضد د استعماری لړۍ دسیسې او نقشې شنډې  شي،نو اوس دا هیله په زیاتیدا ده چې د ایران او عربستان ترمینځ له موافقې نور اسلامی هیوادونه هم پخپلو کې سره   راشه دیرشه ولري او  خپل مینځي اختلافات په خبرواترو  او ډيپلوماټیکو هڅو سره حل کړي او د  اسلام د دښمنانو دسیسې  اونقشې شنډې کړي.

له ډاکټر غیور حسین غالب سره  دایکنا خبری آژانس شوي مفصله مرکه  هم ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي.

captcha