د انګلستان مسلمانان وائي سږکال په روژې مبارکې میاشتې کې د مسلمانانو لپاره د انګلستان په اندازه په هیڅ یوه لویدیځي هیواد کې په تاریخي او عمومی ځایونو کې د روژماتي د برابرولو فضا برابره شوې نه ده .په انګلستان کې د لومړي ځل لپاره د ماښام د آذان غږ د پارلیمان د دننه رانیولې د لندن تر کتابتون پورې او ددغه ښار په نوروتاریخي میوزیمونو،کتابتونونو،کلیساګانو او سټيډیمونو کې واوریدل شو.
د روژې د مبارکې میاشتې په شپو ورځو کې سږ کال په انګلستان کې داسې کمې ورځې وې چې په دغه هیواد کې په یوه مشهور ځاي کې دروژماتي په زړه پورې دسترخوان کې مسلمانان او غیر مسلمانان په ګډه ناست او کلیپونه او تصویرونه ئې خپره شوي نه وي.
په لاندینیو لیکنونو باندې تاسو کتلی شئ چې په دغو خاصو ځایونو کې د روژماتي دسترخوانونه غوړیدلي او مسلمانان او غیر مسلمانان په یوه دسترخوان سره ناست روژماتی کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4135138/
https://iqna.ir/fa/news/4124268
https://iqna.ir/fa/news/4130346/
https://iqna.ir/fa/news/4131182
په عین حال کې په انګلستان کې د مسلمانانو ټولنې تمه درلوده چې په انګلستان کې په عمومی فضاګانو کې د روژې دمبارکې میاشتې د ولسی جشنونو او روژماتو ترسره کیدا به د بریتانیا د پاچا چارلز دریم پشمول د ترټولو مهمو شخصیّتونو له خوا تود هرکلی سره مخ شي، خو پاچا یوازې په مبارکۍ بسته کړې ده او انګریز لومړی وزیر هم تر دې دمه د مسلمانانو په هیڅ یوه پروګرام کې د شتون او ګډون زحمت نه دی کړی چې د انګلستان د مسلمانې ټولنې لپاره ډیره د افسوس خبره ده .