IQNA

د پاکستان په پارلیمان کې د قرآن نندارتون ترسره شو(فلم او انځورونه)

13:34 - April 20, 2023
د خبر لمبر: 3487225
ایکنا-(تهران)د پاکستان په اسلام اباد کې ددغه هیواد په پارلیماني ودانۍ کې د  ایران د کلتوري خونې په ملګرتیا سره د قرآن د تاریخي خطی اوځانګړو نسخو نندارتون پرانیستل شو.

ایکنا خبری آژانس راپور راکړ،دغه نندارتون پرون د پاکستان په اسلام آباد کې په پارلیمان هاؤس کې ددغه هیواد د ولسی جرګې دمشر راجه پرویز اشرف او په پاکستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت د سفیر سید محمد علی حسیني او دغه راز ددغه هیواد دیوشمیر پارلیماني استازو او نورو مسئولانو په شتون سره افتتاح شو او په  دغه نندارتون کې د قرآن کریم دوه سوه تاریخي خطي او ډيرې پخوانۍ نسخې نندارې ته وړاندې شوې.

ددغه آسماني کتاب د کلتور او مفاهیمو دودیدا او پراختیا او قرآن آسماني کتاب  احترام او عظمت ، له قرآن سره د مینې او انس د ټينګیدا لپاره دمعنوي فضا رامینځةکیدا او د قرآن کریم له خطي ،تاریخي او ځانګړو نسخو څخه د قرآنی فرهنګ دمینه والو او خلکو خبرول  ددغه نندارتون دترسره کیدا موخې اعلان شوي  دي.

په دغه نندارتون کې ځیني قرآنونه  سره د فارسی ترجمې   او تفسیر  او په اته سوه کلنې پخوانۍ مخینې سره  او په نستعلیق، ثلث او نسخ  ښکلو خطونو سره لیکل شوي دي. په دوي کې ځيني د  سرو زرو  اوبو سره او په مختلفو ګلونو ،بوټو او نقش او رنګونو سره ښکلی   کړئ شوي او ورباندې تذهیب کاري شوې ده او ځيني  هم ډیر پخوانیو او اصیلو او نفسیو کاغذونو مشتمل او فارسي تفسیر سره  نندارې ته وړاندې شوي دي.

 

https://iqna.ir/fa/news/4135479

captcha