ایکنا-(تهران)د رهبرۍ دخبرګانو د شورا دغړي آیت الله عباسعلی سلیماني شهید د جنازې دستورې نن په قو مقدس ښارکې د ولایتمدار ولس ، عالمانو ،،روحانیونو او ولایتي مسئولانو په ولولناک شتون سره ترسره شوې او دهغه پاک مړی هم د حضرت بی بی معصومه سلام الله علیها په پاک حرم کې خاورو ته وسپارل شو.

ایکنا خبری آژانس راپور راکړ،شهید آیت الله سلیماني په خبرګانو شورا کې د سیستان او بلوچستان د خلکو استازی ؤ او په کاشان او سیستان او بلوچستان کې د جمعې امام هم پاتې شو دی،بلاخره ئې نن جنازه دقم د سپيڅلي ښار له امام حسن عسکری جوماته دحضرت بی بی معصومه(س) د حرم په لور بدرګه شوه او مړی ئې د حرم په شاوخوا کې خاوړو ته وسپارل شو.
د جنازې په دستورو کې ګډون کونکو زرګونو خلکو د الله اکبر او حسین حسین شعار ما شهادت افتخار ما او د استعماري او استکباري قدرتونو په ضد سخت شعارونه ورکول.
آیت الله سلیماني د غواي یا ثور دم یاشتې په شپږمه نیټه د بابلسر ولسوالۍ په یوه بانک کې د یوه وسلوال کس په حملې کې شهید شو او یرغلګر هم نیول شوی دی.