IQNA

قرآني سورې /74

په مدثر سورې کې د ګناهګارانو د جهنمي کیدا څلور دلیلونه

6:28 - May 04, 2023
د خبر لمبر: 3487281
ایکنا-(تهران) دغه دنیا د یوه وسیله او چاپيریال دی هغې بلې دنیا ته د رسیدا لپاره چې  دانسانانو منتظره ده . یوه داسې دنیا  چې د انسانانو له کارونو او  چلندونو سره جوړیږي او په همدې اساس انسانان د نیکو کارو اوبدکارو  په دوو ډلو ویشل کیږي او ددوي ځائيګی هم مختلف دی.

د قرآن کریم څلور اویایمه سوره ؛مدّثر ؛ نومیږي. دغه سوره په 56آیتونو سره د قرآن کریم په نهه ویشتمې سپارې کې واقع ده . مدثر چې یوه مکي سوره ده ، دنزول په ترتیب کې  څلورمه سوره ده چې د اسلام پر ګران پیغمبر(ص) نازله شوې ده.

مدثر سوره دحضرت محمد مصطفی(ص) د پيغمبرئ  دپړاؤ په پیلیدا کې پر هغه بزرګوار نازله شوې ده.د ؛مدثر؛ ټکی، د پرځان د تاؤ کړائ شوي قاليو په معنا دی  او د اسلام ګران پيغمبر(ص) ته اشاره کوي. ددغې سورې په لومړنیو آیتونو کې ، خدای پاک پیغمبر (ص) ته (چې د نزول له پیله د روحي ټکان له امله ئې ساړه احساسوه قالي پر ځان راتاؤ کړي وو) حکم ورکوي څو قیام وکړي او خلکو ته خبرداری ورکړي.

ددغې سورې یوه برخه دهغه کس په باب ده چې پیغمبر  ئې جادوګر بللی. خداي تعالی په دغې سورې کې د قرآن ځائيګي او لویوالي ته په اشارې سره ،هغه کسان چې د قرآن  انکار کوي، او  دا جادو ګڼي ،خبرداری  ورکوي او ګواښلي ئې دي.

علامه طبا طبائي په مدثر سورې کې درې اصلی مطلبونو ته اشاره کوي. لومړی دا چې ، رسول الله (ص) ته حکم ورکوي ددې چې خلکو ته خبرداری ورکړی اودغه حکم  په یوې داسې لهجې سره بیانوي چې مشخص دی د پیغمبرۍ د پړاؤ د لومړنیو وختونو د حکمونو برخه ده.دوهم دا چې د قرآن کریم ځائيګي او لویوالي ته اشاره کوي او دریم دا چې هغه کسان چې  د قرآن انکار کوي او  ورته د جادو نسبت ورکوي، ګواښي  او هغه کسان چې د خداي بلنه ردوي ،رټي  ئې . همداراز  په دغې سورې کې د جنتیانو او دوزخیانو  او د مغرورو انسانانو دخصوصیاتو په باب خبرې شوي دي.ددغې سورې یو اصلی  او مشخص ټکی د جنتیانو او جهنمیانو په باب  خبرې کول دي،لکه څنګه چې  جنتیاان له جهنمیانو څخه  اور او جهنم ته  د دوي د ورتلو  دلیل پوښتي،او دوي د جهنمي شونې لپاره څلور دلیلونه بیانوي.؛ قَالُوا لَمْ نَكُ مِنَ الْمُصَلِّينَ؛ وَلَمْ نَكُ نُطْعِمُ الْمِسْكِينَ؛ وَكُنَّا نَخُوضُ مَعَ الْخَائِضِينَ؛ وَكُنَّا نُكَذِّبُ بِيَوْمِ الدِّينِ:وائي ،؛لمونځونه مو نه کول، اوبې نواؤ ته مو خواړه نه ورکول او بدکارو سره مو زنا کوله او د قیامت او جزا ورځ مو دروغ ګڼله( دمدثر سوره-له 43تر 46پورې آیتونه)

captcha