IQNA

14:58 - May 05, 2023
د خبر لمبر: 3487289

شهید الداغی پخپل غیرت سره په ټولنې کې دغیرت روح پوو کړ

ایکنا-(تهران) د تهران د جمعې لماڼځه خطیب ووئيل، شیطانانو د روحانیّت د اورګان ورانولو ته مخه کړې ده او په سوشل میډیا کې ځینی بې هنره د ددغه اورګان په خرابولو پسې دي روحانیت د استکبار پالو په سترګو کې ازغی او په مرئ کې هډوکی دی.

شهید الداغی پخپل غیرت سره په ټولنې کې دغیرت روح پوو کړ

ایکنا خبري آژانس راپور راکړ،د تهران دجمعې لمانځه خطیب  د ایران داسلامی جمهوریت په ضد د هیوادونو  په اتحاد کې د امریکا بې شرمه ماته  یو الهي نصر ت وبالۀ او وې وئيل،د ولی امر مسلمین  او د شرعي حجت پیروي کول ، دخداوندمتعال د مرستې  مصداق دی.

د تهران د جمعې لماڼځه خطیب ووئيل شیطانانو د روحانیّت د اورګان ورانولو ته مخه کړې ده او په سوشل میډیا کې ځینی بې هنره د ددغه اورګان په خرابولو پسې دي روحانیت د استکبار پالو په سترګو کې ازغی او په مرئ کې هډوکی دی.

  آیت الله سید احمد خاتمي  سورئې ته د ایران د اسلامی جمهوریت  د ولسمشر سفر  ته په اشارې سره  ووئېل،  دغه سفر د مقاومت دتل پاتې جبهې یوه بله تائيدیه ده ، په تیره بیا دا چې سوریه د صهیونیسټي رژيم په وړاندې د مقاومت په لومړنۍ کرښې کې  ده. د   ایران د  اسلامی جمهوریت له ولسمشره د سورئې دولس ګرَم هرکلی په حقیقت کې د ایران د ملت قدرونه او ستاینه او  ددوو ملتونو ترمینځ د ژور پیوند او ددوي د مظلومیّت او غربت په پړاؤ کې  د ایران د ملت دملاتړونو څخه ددوي مننه او شکریه اداکول دي.

د تهران د جمعې لمانځه خطیب  روښانه کړه،په ټولو اړخونو کې د ایران او سورئې د اړیکو ژورتیا وښودله چې د وحشي صهیونیسټي نیواکګر رژيم په وړاندې دمقاومت دوام ته د اسلامی انقلاب د معظم لارښود سپارښتنې نتیجه ورکړې ده ،ځکه چې د سورئې په مقابل کې درست بهرني استکباري قوتونه او دهغوي ګوډاګیان وو او یوازینی هیواد چې  دسورئې ترڅنګ ودرید ، د ایران اسلامی جمهوریت ؤ.

https://iqna.ir/fa/news/4138649

captcha