IQNA

په پاکستان کې د عمران خان نیول کیدا او پراخې ولسی اعتراضیه مظاهرې (مقاله)

15:28 - May 10, 2023
د خبر لمبر: 3487316
ایکنا-(تهران) د نړۍ زیاتره ټيلیویژني چینلونه او رسندوئې د پاکستان په لویو ښارونو کې ددې هیواد د مخکني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان د پلویانو د پراخو مظاهرو تصویرونه خپروي او وئيل کیږي،چې په درست پاکستان کې دعمران خان د نیول کیدا په ضد پراخې مظاهرې هماغاه راز دوام لري او په ځينو سترو ښارونو کې پوځي حکومت هم اعلان شوی دی.

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د پاکستان تحریک انصاف ګوند پخپلې پرونۍ  اعلامیې کې وئيلی دي ، چي عمران خان په اسلام اباد کې په لوړه محکمه کې دننه د امنیتي ځواکونو له لورې نیول شوی دی، له دې مخکې هم وړاندوینه کېده چي محاکمې ته د عمران خان د غوښتلو هدف د هغه نیول کېدل دي ، د تحریک انصاف ګوند، د عمران خان بدنامي او له ټاکنو څخه ګوښه کېدا د هغه د نیول کېدو هدف بللی دی، دا په داسي حال کې دی چي تحریک انصاف ګوند دعمران خان په خلاف داسي اقدامات، په عامه افکارو کې د هغه د لا محبوبیت لامل بولي.

د سیاسي چارو کارپوه ښاغلی احمد منصور خان په دې اړه وایي:  پاکستان په داسي حالاتو کې نه دی چي د یو بل سیاسي بحران د زغملو توان ولري، دا سي ښکاري چي د مسلم لیک نواز او پیپلز پارټي هدف دا دی چي په ټاکنو کې خپل تر ټولو پیاوړی سیال یعني تحریک انصاف ګوند له مخې  لیري کړي، منصور احمد خان په دې باور دی چي واکمن ګوند د خپلو اقداماتو پایلو ته هم هیڅ پاملرنه نه کوي. داسي پایلې چي کولایشي د پاکستان امنیتي حالاتو ته خطره رامینځ ته کړي.

دا په دې معنا ده چي د پاکستان اوسنی لومړیتوب اقتصادي ستونزو هوارولو سره مرسته او د ترهګرو او په ځانګړې توګه ټي ټي پي  په وړاندې د سولې او امنیت مضبوطول دی. دې ته په کتو سره چي ټي ټي پي دپاکستان له فوځ سره، اوربند ختم کړی او په وروستیو میاشتو کې یې بریدونه زیات کړي، پاکستان تر هغه وخت اوس زیات ثبات او سولې ته ضرورت لري. د پآکستان په مخکې ننګونې یوازې په ملي وحدت او یووالې سره هوارېدونکې دي.

په دې خاطر د قضایي ارګانونو له لورې د عمران خان نیول کېدا، د تحریک انصاف د ګوند له نظره یوه سیاسي اقدام بلل کیږي چي د ټنشن د زیاتولو په هدف تر سره شوی دی، داسي اقدامات به د اقتصادي او امنیتي ننګونو د هوارولو لپاره د پاکستان د دولت پروګرامونو ته خنډ رامینځ ته کړي.

د سیاسي چارو کارپوه محسن رویي صفت وایي:  تحریک انصاف ګوند د دریم قدرت په توګه د پاکستان د فوځ د ملاتړ په پایله کې واک ته ورسېده، لیکن ډېر ژر فساد سره د مبارزې له لارې د پاکستان په خلګو کې ځای محبوبیت تر لاسه کړ. په دې خاطر داسي ښکاري چي د محاکمې له لورې په عمران خان باندې مطرح شوي تورونه د هغه د څېرې د ورانولو لپاره وي او کېدایشي د دې هیواد د فوځ، دولت او قضایي سیسټم په شین څراغ سره تر سره شوی وي، څو واک ته د عمران خان د بیا راستنېدو هر ډول احتمال له مینځه ولاړ شي.

Imran Khan's arrest sparks countrywide protests

په هر صورت کې د عمران خان نیول کېدا له یوې خوا کېدایشي د دې لپاره وي څو د تحریک انصاف د ګوند وزن او قدرت وارزول شي، دا چي عمران خان او ګوند یې څومره پلویان لري او د خلګو لپاره څومره اهمیت درلودایشي، که د تحریک انصاف ګوند د پلویانو مظاهرې په داسي ډول وي چي د پاکستان د حکومت زور په ورسیږي نو بیا فشارونه په تحریک انصاف باندې له مخکې نه هم زیاتېدایشي. خو که امنیتي ځواکونو د مظاهرو په کنټرولولو کې پاته راشي نو ممکنه ده پاکستان له یوې خطرناکې پایلې سره مخامخ شي.

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i132658

captcha