ایکناخبری آژانس د رهبرۍ د آثارو دحفظ اونشر د اطلاع رسونې د ویب سایټ له قوله راپور راکړ،د ؛خاتون اوقوماندان نومې کتاب باندې داسلامی انقلاب د ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي د تقریظ متن خپور شو.
په دغه متن کې راغلی دي؛سلام وي پر شهید علی رضا توسلی، پر سرښیندونکي اومخلص مجاهد او دهغه پر صابرې ،قرباني ورکونکي او میړنئ میرمن خانم ام البنین ،له افغان مهاجرینو سره اړونده پيښې چې په دغه کتاب کې ذکر شوي دي، په هیڅ یوې بلې سرچینې کې چې په دغه اندازه ورباندې ډاډمن کیدلی شي ،ترلاسه کړي مو نه دي، په هغو ځيني واقعا ډيرې اغیز شیندونکي دي،خو له بل پلوه د فاطمیونو جهادي حرکت د دوي او ددرستو افغانانو لپاره یو ویاړ دی. واقعا لیکل ئې ډير په زړه پورې او اغیزشیندونکي دي .
باید ووئيل شي ، د ؛خاتون او قوماندان ؛نومې کتاب ،د فاطمیون لښکر یا بریګیډ د ویاړمن او شجاع قوماندان په ابو حامد د مشهور قوماندان شهید علی رضا توسلي دماندنې میرمن خانم ام البنین دژوند روایت دی چې میرمن مریّم قربانزاده په قلم سره لیکل شوی دی او د ستارها خپرندوئې په وسیله چاپ اوخپور شوی دی.
ددغو دستورو یو په زړه پورې ویډیوئې کلیپ هم ستاسو خدمت ته وړاندې کیږی.