یکنا د اماراتو د (وام) خبری آژانس له قوله راپور راکړ،د میکسیکو پخواني ولسمشر فلیپه کالدرون دهغه تاوده هرکلی په قدرونې سره چې په همداوروستیو کې د شارجې د قرآن کریم د کمپلیکس ته دهغه دو رتلو په وخت درلودلی، له 1760میلادي کال سره اړونده یوه نادره خطي نسخه دغه کمپلیکس ته ډالۍ کړه.
هغه په یوه مکتوب پیغام کې ټينګار وکړ ، چې دغه کار ددغې ټولګې له خوا د هغه دلیدو په وخت د قدرونې په ویاړ ترسره کوي او د هغو تاریخي او کلتوري لرغونو آثارو خزانې پر هغه ډيرې اغیزې شیندلي دي .
د شارجې د قرآن کریم د کمپلیکس عمومی منشي شیرزاد عبدالرحمن طاهر هم دغه ډالۍ اوهدیه یوه ډيه ارزښتمنه ډالئ بللې چې د اسلام ددین د علمی ،کلتوري او اخلاقي ارزښتونو اود هغه د اعتدال او پیاوړي عدالت غواړي رول په پراختیا کې ورکول کیږي.
هغه ووئیل د کالدرون له خوا ډالس شوي خطي نسخه د الفیه بن مالک د کتاب په شرحې کې ده. هغه کتاب چې د محمد بن عبدالله بن مالک الطائي الجیاتي د نثر وشعر په بڼه دی چې د 600قمری کال کې د اندلس په جیان کې زیږیدلی دی او د صرف اونحو په علم کې یو ترټولو مهم کتاب دی چې دغه دواړه علمونه دشعر په بڼه او کابو یو زر بیتونو کې زده کړې ورکوی او دغه کتاب دعربو ادبیاتو له نورو ټولو کتابونو څخه لازیات د شرح وړاندې کونکو د استفادې وړ ګرځيدلی دی اود سیوطي او اشموني اومکودي اوانب ناظم او ابن طولون پشمول ډير ادیبان د هغو په شرحې پسې شوي دی.
هغه په عین حال کې ووئيل ،په شارجې کې د قرآن کریم کمپلیکس پخپلو اتو میوزیمونو کې ډيرې کم موندونکي خطي نسخې لري چې مخینه ئې تر پيړیو پيړیو مخکې وختونو ته ورګرځي.