IQNA

د الاقصی جومات خطیب ددغه مقدس جومات د بې احترامۍ دزیاتیدا په باب خبرداری ورکړ

9:57 - May 16, 2023
د خبر لمبر: 3487344
ایکنا-(تهران) د فلسطین دنکبت د ورځې په کلیزې کې،د الاقصی جومات خطیب د صهوینسټانو له خوا ددغه مقدس مقام د سپکاویو او تیریو د موردونو د زیاتیدا په باب خبرداری ورکړ.

ایکنا د عربی ۲۱له قوله راپور راکړ،د فلسطین دنکب د ورځې په کلیزې کې د قدس ښار د لوړې اسلامی شورا مشر  او د الاقصی جومات خطیب شیخ عکرمه صبري  دهغو سترو  خطر په باب چې الاقصی جومات ګواښي  او له هرپلوه  ورته تاوان رسوي ،خبرداری ورکړ.

شیخ عکرمه صبری  ددې خبرې په کولو سره چې په الاقصی جومات د اسرائيلیانو د تیریو بهیر په زیاتیدا دی په تیره بیا له دې وروسته چې  دبینامین نتنیاهو په مشرۍ اوسني افراطی حکومت  د چارو واګې بیا په لاس کې اخستي دي ، زیاته کړه، مخکې مو هم وئيلی  دي چې الاقصی جومات په خطرې کې دی، خو په حقیقت کې اوس دافراط پالو او زوړپالو پنځیدا او قدرت ته د زوړپالو  د رسیدا په دلیل دغه مقدس ځاي  لازیات له خطرې سره مخامخ شوی دی .

هغه زیاته کړه دغه بدلون په دې معنا دی چې په صهیونیسټي رژيم کې عمومي  افکارو د افراط پالنې  او تعصب په لور ګروهنه پیدا کړې ده او د اسرائيلو حکومت غواړي  افراطي یهودیان  غونډ کړي او دهغوی غوښتې پوره کړي ، پر دې اساس په الاقصی جومات تیري زیات شوي  دي او سرزوروو له الاقصی جومات سره په رابطه کې په نوو اقداماتو لاس پورې کړی دی،چې په هغو کې د تلموي دستورو ،حماسي سجدې او د بیرغ د دستورو ترسره کیدا ته اشاره کولی شو.

د الاقصی جومات خطیب ټينګار وکړ، نیواکګران ډيره زیاته هڅه کوي،  په الاقصی  جومات کې واقعیّت بدل کړي څو زړوپال افراطیان راضي ک ړي له نیواکي ټاټوبو بهر یهودیان وهڅوي چې نیواکي فلسطین ته ورشي.

https://iqna.ir/fa/news/4141197/

captcha