IQNA

د حج غونډه باید د اسلام او اسلامی نړئ د ورځنیو مسئلو لپاره پیغام ولري

16:01 - May 17, 2023
د خبر لمبر: 3487352
ایکنا-(تهران) د اسلامي انقلاب معظم لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای په دې باندې په ټینګار سره چي باید د حج د اصلي مفهوم په زمینه کې فرهنګ جوړونه وشي، وفرمایل: د حج غونډه باید د اسلام او داسلامی نړئ د ورځنې مسایلو په هکله پیغام ولري.

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ د حج په مناسکو کې دګډون لپاره مکې شریفې ته د حاجیانو د لېږدولو په درشل کې د حج د چارو مسئولینو نن په  امام خمینی حسینې کې د اسلامي انقلاب له معظم رهبر حضرت ایت الله خامنه ای سره ولېدل.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دغه کتنه کې زیاته کړه: په حج کې  شتون د یوه هدف لپاره دی، د اسلامي امت لوړاوی او د اسلامي امت د زړونو تر مینځ نژدېوالې، د حج اصلي هدف دی.

هغوی په دوام کې زیاته کړې: د نړیوالو قدرتونو نفوذ د نن ورځې مساله ده، د اعلام حضور لپاره ټوله باید راغونډ شی، د قدرت اعلان وکړي، او استکبار په وړاندې ودریږي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر یادونه وکړه: د مثال په توګه د صهیونیستي رژیم مساله ډېره مطرحه ده، ټوله اسلامي نړۍ باید راغونډه شي، او دغه غونډه باید د صهیونیست رژیم په ضد یو پیغام ولري.

حضرت ایت الله خامنه ای جوته کړه: د کفر په مقابل کې، د ظلم، استکبار او بشري بتانو په وړاندې، او د هغه ټولو شیانو په وړاندې چي اسلام سره ټکر لري، حاجیان باید د مقابلې لپاره راغونډ شي.

هغوی ټینګار وکړه چي باید مسلمانانو سره اړوند له نړیوالو مسائلو څخه غفلت نه وشي.

د اسلامي انقلاب وفرمایل: د حج ورځې یو ښه فرصت دی چي ولسونه د نړیوالو مسائلو سره بلد شي څو د دروغجنو رسنیو له لورې له حقیقت څخه بې لارې نه شي.

هغوی د ایران د اسلامي جمهوریت پرمختګونو ته په اشارې سره زیاته کړه: که نړیوالو مسائلو ته ځیر ووسو او د دښمن دسیسې وپېژنو لکه چي په ایران کې مسئولینو په ځینو مسائلو پام کړي او له امله په سیمه ایزو او نړیوالو سویو کې پرمختګونه شوي او امریکا یې په غوصه کړې ده.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i133006

captcha