IQNA

له اسلامه ویرونې سره مبارزه د زوړپالو په ضد چورلټ اقداماتو ته اړتیا لري

16:25 - May 17, 2023
د خبر لمبر: 3487353
ایکنا-(تهران) د مصر د الازهر له افراط پالنې سره دمقابلې برخې ،په اروپائي هیوادونو کې د مسلمانانو په ضد د اقداماتو او له اسلامه د ویرونې اوڅاره زیاتیدا ته په اشارې سره ، له دغې سپيرې ښکارندې سره د مبارزې په خاطر د افراط پالو په وړاندې دپریکنده اقداماتو پر ضرورت ټینګار وکړ.

ایکنا د الیوم السابع له قوله راپور راکړ د جرمنی د جرم دمخنیوي ادارې په ۲۰۲۲کال کې په دغه هیواد کې پر جوماتونو د حملو دشمیر په باب خپل کلنی راپور خپور کړ.

ددغه کلني راپور په اساسو تیره کال  د جرمني د جوماتونو په ضد ۶۲حملې ثبت شوي دي چې  په ۲۰۲۱کال  دشوو حملو په نسبت  د ۵۴زیاتو حملو یعني څوارلس فیصدي زیاتوالي ښئ.

په دغه راپور کې ټينګار شوی دی چې  دغه زیاتره حملې د افراط پالو او زوړ پالو ګوندونو سره د اړونده کسانو یا ډلو  په وسیله شوي دي.

د جرمني د مسلمانانو مرکزی شورا هم پخپل وار وئيلي دي ، په کلني راپور کې ذکر شوي حملې  له حقیقي موردونو څخه لا کمې دي ځکه چې  ځیني داسې حملې هم شته چې اړونده ادارو راپور کړي نه دي.

د مصر  دالازهر  له افراط پالنې سره د مقابلې څانګې ددغه راپور په خپریدا په غبرګون کې ټينګار وکړ، له اسلام ویرونې سره  مبارزه د زوړپالو  ډلو ټپلو په ضد د سختو تدبیرونو غوره کولو او  په ټولنې کې د ګډ سوله ایز ژوند او د یوشان لیدتوګود دودولو دوه برابره هڅې ته ضرورت دی .

دغه مرکز تر اوسه پورې  دمسلمانانو او دهغوي د مقدساتو په ضد د ښي پالو  دحملو د زیاتیدا او په ویناؤ او ټولنیزو چینلونو کې د مسلمانانو په ضد د دوامدارو لمسونو په زیاتیدا مشتمل ډير راپورونه خپره شوي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4141423 

captcha