IQNA

د کتاب په نړیوال نندارتون کې په درو ژبو د رهبرۍ د ستر مقام د یوه کتاب مخ کتنه وشوه

8:21 - May 21, 2023
د خبر لمبر: 3487369
ایکنا-(تهران) د تهران د کتاب په څلوردیرشم نړیوال نندارتون کې د اسلامی معارفو او  ترجمې او نشر  د منظمونکي مرکز په ملګرتیا سره په مختلفو عنوانو سره د رهبرۍ د ستر مقام  د ژباړل شوو او خپرو شوو کتابونو مخ کتنه وشوه.

ایکنا د اسلامی فرهنګ او ارتباطاتو د ادارې له قوله راپور راکړ، د اسلامی انقلاب د خپروندوئې موسیسې  او د انساني علومو او اسلامی معارفو د ترجمې او خپرونې د مرکز په مشارکت سره، د تهران د  څلوردیرشم نړیوال نندارتون په وروستۍ ورځ  د اسلامی  انقلاب دستر لارښود  له نظره ، په نړۍ کې د فارسي ژبې د پراختیا  میراث، نومې سمینار ترسره شو او  په دغو دستورو کې په اردو ،بنګالي اوسواحیلي ژبو د رهبرۍ د ستر مقام له منظره د؛ پیامبر رحمت،خون دلی که لعل شد،فجر صادق و فلسطین  په عنوانونو سره د رهبرۍ له نظره  د ترجمه او خپرو شوو کتابونو مخ  کتنه وشوه.

 د ؛میراث فراګیر ؛ نومې کتاب  د مخ کتنې په دغودستورو کې د لومړني ویناوال په توګه په بنګله دیش کې د ایران د پخواني کلتوری سلایار سید حسن صحت ووئيل ،د هند براعظم په حدودو کې بنګله دیش  د ایران د امپراتورۍ یوه برخه وه او که څه  انګریزانو هڅه وکړه ، فارسی ژبه حذف او ددې په ځای انګریزي راولي ،خو بریالي نه شول. هغه ووئيل په بنګله دیش کې په یوې میاشتې کې څيړنې چې په مختلفو ښارونو او کلو کې  او زیاتره برخو کې مو ترسره کړي ، پوهه شوو چې فارسي ژبه  په دغه هیواد کې څه دپاهس  اوه سوه کلنه مخینه لری. ددغه کتاب ترجمهه د مخاطبانو لپاره ډيره ګټه وره  ده.

همداراز د پاکستان د سیاسی چارو یوه تکړه کارپوه  او ژباړن ډاکټر راشد عباس نقوي هم پخپلې وینا کې ووئيل، میراث فراګیر  هغه کتاب دی چې په اردو ژبه هم ژباړل شوی  او  ډير زر به په پاکستان کې خپور شي،د فارسي  ژبې ټول مفهومونه، ټکي او اطلاعات په اردو ژبې  کې هم شته، حتی  ویل کیدلی شی چې اردو ژبه له بنګالۍ ژبې ډيره زیاته له فارسئ اغیزمنه ده . اردو د فارسي ژبې په سیوري کې لویه شوې  یا په لاښه ډول ووایم، له کله چې د سنسکریت ژبې له سیورې جلا شوه ،نو دفارسي ژبې په سیوري کې کمال ته ورسیده. په اردو متنونو کې فارسی ژبه څه دپاسه اته سوه کلنه مخینه لري. هغه ووئيل، ددغه کتاب په ژباړې سره دې  نتیجې ته و رسیدو چې د رهبرۍ ستر مقام ، بر یوه سیاستوال، دوراندیش فقیه سربیره ، یو  غوره او ماهر ادیب اوشاعر هم دی

https://iqna.ir/fa/news/4141952

 

captcha