IQNA

له مسلمانو او ګاونډیو هېوادونو سره د تعامل د ایران لومړنی لومړیتوب دی

10:28 - May 22, 2023
د خبر لمبر: 3487377
ایکنا-(تهران ) د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ټول اورګانونه پابند کړي چې د مسلمانو او ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو کچې د ښه والي او تعامل د پراختیا لپاره اقدامات وکړي.

ایکناد پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي پرون مازدیګرد حکومتي پلاوي سره په کتنه کې د بهرنیو چارو وزارت له سفیرانو او چاراکو سره په لیدنه کې د ایران د اسلامي انقلاب د معظم رهبر وینا ته په اشارې وویل د مسلمانو او ګاونډیو هېوادونو سره د ایران د اسلامي جمهوریت ښې اړیکې او تعامل یوازې د بهرنیو چارو وزارت دنده نده، بلکې ټول اجرایوي ارګانونه باید دغه موضوع په جدي ډول تعقیب کړي.

جمهور رئیس د اسلامي، ګاونډیو او همسایه هېوادونو سره د اړیکو د کچې د ښه والي او د تعامل د پراخولو لپاره اقدامات د ټولو بنسټونو په ځانګړې ډول د بهرنیو چارو وزارت دنده وبلله او زیاته یې کړه: له هدفمنو هېوادونو سره په وروستیو دوو کالونو کې ښې اړیکې د پام وړ دي، خو د موجوده ظرفیتونو په شتون کې دغه کچه تر دې هم لوړه او ښه کېدای شي.

رئیسي د خپلې وینا په یوه بله برخه کې په بېلا بېلو سیمو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سمندري ځواکونو عملیات ویاړمن وبلل او ویې ویل: د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ دغه اقدام د ایران د سمندري او وسله والو ځواکونو د قدرت نښه ده.

جمهوررئیس په ځینو ادارو کې د جوازونو په صادرولو او د پوښتنو په ځوابولو کې ډېر وخت تېرولو ته په اشارې وویل: په دې لاره کې د اقتصادي فعالانو، تولیدوونکو او خلکو د وخت ضایع کول په هېڅ صورت د هېواد د اقتصاد په ګټه نه دي او باید ټولې چارې په محدود او مشخص وخت کې ترسره شي.

جمهوررئیس د خپلې وینا په پیل کې د حضرت فاطمې معصومې (س) د زوکړې د ورځې په مناسبت د ایران عامو ټولنې او په ځانګړې توګه ښځو او نجونو ته مبارکي وویله او وې ویل، د نجونو په ګډون هر څوک کولای شي په ټولو اسلامي، اخلاقي، بشري او ټولنیزو برخو کې د اسلام د مبارک دین په رڼآ کې ونډه واخلي.

 

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i133198

captcha