IQNA

د قرآن کریم سپکاوي کونکی عامل د سزا په باب د روسیې د عدالیې وزیر فیصله

8:23 - May 23, 2023
د خبر لمبر: 3487379
ایکنا-(تهران) د روسیې عدلیې وزیر پخپل هیواد کې د مومنانو د دیني احساساتو او دینونو ته داحترام په ضرورت په ټينګار سره ووئيل،د روسیې په یوې مسلمان میشته سیمې کې په ولګوګراد کې د قرآن کریم د سپکاوي عال به حتما خپله سزا پوره کړي.

ایکناد روسیې نووستی  له قوله راپور راکړ، د روسیې دعدلیې وزیر کنسټانټین  چویچنکو دیکشنبې په ورځې  دهغه جنایتکار دسزا په باب چې په ولګوګراډ کې ئې دیوه جومات مخې ته دقرآن کریم په سوځولو اعتراف کړی ؤ،خپل نظر څرګند کړ.

چویچنکو ووئیل، هغه  کس چې د اوکراین د جاسوسي ادارې په حکم سره ئې د قرآن کریم په سوځولو اعتراف کړی باید د فیصلې له صادریدا وروسته ، دروسیې په یوې هغې سیمې کې اکثریّت ئې مسلمانان دي ،په یوه زندان کې دخپل محکومیّت  وخت تیر کړي.

 د روسیې د عدالیې وزیر زیاته کړه ،دا چې  تورن د هغه په ضد دقضائی محکمې د فیصلې له صادریدا وروسته د ورسیې په یوې هغې سیمې کې چې زیاتره آبادي ئې مسلمانان دي ، په یوه زندان کې د بند شپې ورځې تیرې کړي ، هغه ته وریادوي چې څرنګه د نورو دینونو  او دمونږ دهیواد  دمومنانو ددیني  احساساتو چې د څو دینونو او څو ملیتیونو د خلکو د اوسیدو هیواد  دی احترام وکړي. هغه ټينګار وکړ چې تورن قصدا د  ولګوګراد له یوه لوي جومات سره نزدې  په عام ځاي کې  د مومنانو دینی احساساتو سپکاوی کړی دی. چې باید خپله سزا وویني.

د مئ په نولسمه نیټه په ټولنیزو چینلونو کې یو ویډیوئي کلیپ خپور شو چې په هغه کې یو کس  د روسیې په ولګوګراډ سیمې کې   دیوه جومات په وړاندې د قرآن کریم یوې نسخې ته  اور اچوي  چې  په نتیجې کې ئې د روسیې څيړنیزې کمیټې د مومنانو د احساساتو  دسپکاوي په تور دهغه په ضد یوه جنایی دوسیه پرانستله.

د روسې پلټونکو ټينګار کړی دی ددینی شعائرو د سپکاوي په تورونو د نیکیتا ژور اول  دمجرم پيژندنې په بڼه  کې به هغه تر درو کلونو پورې د بند سزا سره مخ شي.

https://iqna.ir/fa/news/4142518

captcha