ایکنانیوز د العرف فی بریطانیا له قوله راپور راکړ، د انګلستان د لندن مئير یا ښاروال صادق خان په مطبوعاتی خبرو کې له اسلامه د ویرونې له پروسې د هغه دکړاؤ په باب او د هغه په مرګ د ډيرو ګواښونو دترلاسه کولو خبره وکړه او روښانه ئې کړه ، دغو اقداماتو دهغه پر نفسیاتي سلامتیا ډيرې منفي اغیزې شیندلي دي.
دلندن مئير چې له ګارډیّن ورځپاڼې سره ئې خبرې کولې ووئيل، هغه سختیانی ااو مشکلات چې ئې زغمم، له هغو سختیانو او مشکلاتو سره چې د پناه غواړو لپاره رامینځةکیږي، نه پرتله کوم ، ما هغه مهال چې دوکالت فعالیتونه مو تعقبیول ،دې موضوع ته متوجه شوم چې دغه کسان یعني پناه غواړي له څومره مشکلاتو سره لاس او ګریوان دي،البته زه له هیچا دمهربانۍ تمه هم نه لرم،هماغه شان چې له دې موضوع چې د لندن دمیئر او شهردار په توګه فعالیت کوم ،هم پخپل کار ویاړم.
صادق خان د خپلو خبروپه بلې برخې کې د هغو ګواښونو په باب خبره وکړه چې په ټولنیزو چینلونو کې ورسره مخ شوی دی او علت هم هغه غبرګونونه دي چې د امریکا دپخوانی کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ له خوا د یوه ټویټ له خپریدا وروسته ئې څرګند کړي دي.
د لندن مسلمان مئير هغې حملې ته په اشارې سره چې په 2017کال کې دفینزبری پارک جومات باندې شوي ووئيل، ترهه ګر کس د ما په شیشت کې په راوستو پسې ؤ او له دې وروسته چې ونه توانید، ما ومومی ،نو فیصله ئې وکړه جرمي کوربین او د کوڅې مسلمانان ټارګټ کړي.
صادق خان دغه راز ووئيل دداعش او القاعدې ترهه ګرو ډلو په څير جنایتکارو ډلو له خوا هم له یولړ ګواښونو سره مخامخ شوی دی ،ځکه چې ددغو ډلو په اند یو کس هم مسلمان او هم لویدیځي ارزښتونو لرونکی نشي کیدلی.
https://iqna.ir/fa/news/4142425