IQNA

د کعبې شریفې د پرَدې په اوبدلو کې دمسجد النبي د زیارتوالو ولولناک ګډون

8:22 - May 25, 2023
د خبر لمبر: 3487389
ایکنا-(تهران) دعربستان په مدینې منورې کې  دمسجد نیوي یوې ډلې زیارتوالو  د خانه کعبې د پرَدې د اوبدنې په دستورو کې په ولولې سره ګډون وکړ.

ایکنا د العربیه خبری سایټ له قوله راپور راکړ،  په د ې اړه  په مسجدالحرام کې د نندارتونونو د  چارو ادارې نمایندګۍ  دمسجد نیوي د میوزیمونو او نندارتونونود چارو  ادارې په ملګرتیا سره د مسجد نیوي په شاوخوا کې  او دکعبې  او دهغې د پرَدې  په موضوع سره  یونندارتونو ترسره کړ.

په دغه نندارتونو کې هغه آوزارونه چې  ورڅخه د کعبې د وینځلو لپاره استفاده کیږي،د کعبې د  هغې پردې ټوټې  نندارې ته وړاندې شوي وې چې ځيني ئې تر دیرشو کلونو پورې پخوانۍ وې ، ددې په ترڅ کې چې  د کعبې د پرَدې د برابرونې او اوبدنې دڅرنګوالي په موضوع سره ځیني فلمونه هم  وړاندې شول.

په دغه نندارتون کې همداراز کتونکو ته اجارت ورکړل شو څو دکعبې له پرَدې سره اړونده جزیئات هم مشاهده کړي او د تخنیکي امکاناتو له لارې  چې په اختیار کې ئې  ورکړي ، د هغې په اودنې کې  ګډون وکړئ شي.

 هغه کارخانه چې دخداي د کور پوښښ او پرَده برابروي ، له لاسي اوماشیني اوبدنې څخه همداراز په دې  خاص مورد کې متخصص کسان ورځیني استفاده کوي،پر دغې پَردې اوپوښښ په ډيرو ښکلو او جالبخط سره ، د طلا او نقرې په تارونو سره دقرآن مجید آیتونه اوبدل کیږي. دهغو ماډل  له  طبیعي،خالصو او تورنګه  وریښمو څخه دی.

https://iqna.ir/fa/news/4142733

 

captcha