IQNA

د عمان سلطان د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په حضور کې

6:37 - May 30, 2023
د خبر لمبر: 3487412
 ایکنا-(تهران) د ایران او عمان د اړیکو پراختیا  د هردواړو هیوادونو ،بلکې د سیمې او اسلامی نړۍ په ګټه ده

ایکنانیوز: د اسلامی انقلاب معظم لارښود د  عمان له سلطان سره په کتنې کې  د ایران او  عمان اړیکې پخوانۍ او جرړه ایزې او ښې وبللې او وې وئيل، مونږ باؤري یوو ،په ټولو زمینو کې د دواړو هیوادونو اړیکې د دواړو لورو په ګټه دي .

د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی سید علی خامنه اي پرون ماسپښین د عمان له سلطان او ورسره پلاوي سره په کتنې کې ،د ایران اوعمان اړیکې ډيرې پخوانۍ او جره ایزې  اوښې وبللې او وې وئيل، مونږ باؤري یوو ، چې په ټولو زمینو کې د  دواړو هیوادونو د اړیکو پراختیا  د هردواړو لورو په ګټه ده.

دوي د ایراني او عماني لورو  خبرواترو ته په اشارې سره  ووئيل، مهم ټکی دا دی چې  دغه خبرې اترې تر محسوسو نتیجو رسیدا پورې ،په جدي بڼه تعقیب شی او په نهایت کې ارتباطات پراخ شي.

د اسلامی انقلاب ستر لارښود په سیمې کې د صهیونیسټ رژيم سپيره شتون ته په اشارې سره ووئيل، د صهیونیسټ رژيم او د هغه د ملاتړو سیاست ، په سمیې  د اختلافاتو رامینځةکول او بې ثباتي ده ،پر دې اساس  دسیمې درست هیوادونه باید دې موضوع ته توجه وکړي.

حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي د ایران او عربستان د اړیکو د بیرته پيلیدا باندې دعمان د سلطا ن د خوښئ په باب هم ووئیل،دا موضوعګانې له ګاونډیانو او د سیمې له هیوادونو سره د اړیکو  د پراختیا او پیاوړتیا لپاره د ښاغلي ریئسي  د حکومت د ښه سیاست نتیجه ده. دوي په پای کې هیله وښودله چې د حکومتونو د ارتباطاتو په پراختیا سره  اسلامی امت  خپل شان او شوکت او عظمت بیرته ترلاسه کړي او د یوه بل ترڅنګ  داسلامی هیوادونو ظرفیّتونه او  امکانات ، ددرستو اسلامی ملتونو،هیوادونو او حکومتونو په ګټه شي.

https://iqna.ir/fa/news/4144356

 

captcha