IQNA

۶۳ فیصده افغانستاني کډوال ایران ته مخه کوي

16:15 - May 30, 2023
د خبر لمبر: 3487416
ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامي جمهوریت د عدلیې مرستیال وزیر سید علی کاظمي ټینګار وکړ: د افغانستان هغه ۶۳ فیصده کډوال چې د مختلفو علتونو په وجه کډه په سر کیږي، ګروهمن دي څو ایران ته راشي.

ایکنا د پارس ټو ډې له قوله راپور ارکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت د  عدلیې مرستیال وزیر سید علي کاظمي په دې خبرې سره چې ایران د افغانستان د ۶۳ سلنه کډوالو منزل دی، وویل: حکومت تر خپله وسله او د دغو کسانو د کرامت سره سم د هغوي د منلو کوشش کوي خو تمه لري چې نړیوال سازمانونه او نور هیوادونه هم د خپلو انساندوستانه مسئولیتونو او د بشري حقوقو د اسنادو له مخې د رامینځته شویو ذمه واریو په لړ کښې خپلې لازیاتي مرستې وړاندې کړي.

ښاغلي کاظمي زیاته کړه: د برابر او د رنګ، توکم، مذهب، ژبې، سلامتیا، جنسیت، قومیت، ملیت، کورني حالت او له داسې نورو هر ډول تبعیضونو پرته چلند په ایران کښې د اوسیدونکي هر ماشوم حق او له ماشومانو سره په اړونده ټولو اقداماتو باندې واکمن جوت اصل دی او د غیرایراني ماشومانو او ځلمیانو لپاره ډول ډول قانوني ملاتړونه په نظر کښې نیول شوي دي..

په عین حال کې ځيني سرچینې وائي تر دې دمه په ایران کې څه دپاسه څلورمیلیون قانوني او دغه راز  څه دپاسه یونیم میلیون نور غیر قانوني افغان کډوال ژوند کوي او له ډیرو امکانانو برخمن دي او دغه راز په پاکستان کې هم په قانوني اوغیر قانوني ډول څو میلیون افغان کډوال ژوند کوي.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i133646

captcha