د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې یوه تکړه دیني عالم او ددینی چارو یو کارپوه حجةالاسلام سید ظفر علی شان نقوي د اسلامی انقلاب د ارواښاد بنسټګر حضرت امام خمینی د رحلت دکلیزې په مناسبت ایکناخبری آژانس سره په خصوصي خبرو کې ووئيل، حضرت امام خمینی د خدای لپاره او د خپل ملت په ایمان او شجاعت باندې په تکیې سره قیام وکړ او پر نورو قدرتونو له اعتماد او لاس اوږدولو پرته ئې د الله اکبر چغه پورته کړه او دنیا ته ئې وښودله چې په ایمان باندې په تکیې سره د طاغوت او فرعون په ضد بریالی کیدلی شي.

حجةالاسلام و المسلمین سید ظفرعلی شاه دغه راز ووئيل، که څوک د خداي تعالی باندې په توکل او د ولس په ایمان اعتقاد لري او که څه هم شمیر ئې کم وي،او په ایمان باندې په اعتماد سره پاڅون وکړي، نو حتما بریالیتوب به ئې په برخه شي.امام خمینی د نړۍ د طاغوت په ضد پاڅون وکړ او په خداي باندې د ایمان په طاقت سره ئې دنړۍ تر ټولو ستر طاغوتي نظام ونړوۀ او نړۍ ته ئې وښودله چې د خپل ولس په ایمان باندې په تکیې سره د طاغوت او استکبار په ضد پاڅون او بریالیتوب په نصیب کیدلی شي او طاغوت هیڅکله هم د ایمان مقابله نه شي کولی .
له ایکنا سره د مولانا صیب شوي مرکه ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.