IQNA

د مکې مکرمې له حرم سره په شاوخوا کې د کریم بنزما حال او احوال(فلم)

16:01 - June 15, 2023
د خبر لمبر: 3487478
د فرانسې د فټ بال لوبو مسلمان لوبغاړی کریم بنزما چې په همداوروستیو کې د عربستان له الاتحاد فټ بال کلب سره یوځاي شوی ید ،ددغې ټاکنې دعلت په باب ئې توضیح ورکړ.

یکنا راپور راکړ، د فرانسې د ملی ټيم مسلمان لوبغاړي کریم بنزما چې په همداوروستیو کې دعربستان له الاتحاد فټ بال کلب سره یو ځای شوی دی،ددغه ټیم د 9 لمبر شرټ سره به ددغه ټیم لپاره لوبه وکړي.

د رایل ماډریډ اروپائي فټ بال کلب دغه پخوانی لوبغاړي ووئيل، الاتحاد فټ بال کلب یو لوي ټیم دی اوډير مینه ناک پلویان لري.

هغه په دوام کې ووئيل، ولې ئې عربستان خوښ کړی دی؟دا ځکه چې زه مسلمان یم او عربستان یو مسلمان هیواد دی .همداراز کریسټیانو رونالډو هم همدلته دی چې زما یو ښه دوست دی ،ډیر خوشال یم چې دلته وکتلی شم.

هغه په دوام کې ووئيل، د ما لپاره دا هغه ځاي دی چې غواړم دلته پاتې شم ، خلک ئې زماپه شان دي او زه هم ورسره مینه لرم. دا ماته اجازت راکوي چې یو نوی ژوند ولرل شم او په دغه هیواد کې د خپل نوي کار د پيلولو لپاره په بې صبرئ سره منتظر یم . غواړم عربی زده کړم او په ښه انداز سره په عربی ژبه خبرې وکړم او دا د ما لپاره مهمه ده.

کریم بنزما په دوام کې ووئيل، زه مخکې هم عربستان ته په سفر راغلی یم ، دلته مکه مکرمه له مونږ سره ډيیره نزدې ده او دا دا د یوه معتقد مسلمان کس په توګه د ما لپاره ډیره مهمه ده .له مکې مکرمې سره نزدیکت سبب کیږي ،چې یوډیر لوړ روحی حالت ولرم.

 

captcha