ایکنا-(تهران) هر انسان له ګناه سره مخامخ کیږي. خدا وندمتعال د دینونو له لارې د توبې او مغفرت غوښتنې سپارښتنه کړې ده څو ګناهانې جبران شي. خو همدغه توبه یو ډول داسې تربیتي روده ده چې مختلفو اړخونو ته ئې پام کول جالب دي.

د انسان د تربیت او روزنې یوه روده ،دپښمانۍ منل او دهغه بخښل دي. د توبې دغه عامیانه تعریف سبب کیږي، انسانان پندونه اونصیحتونه په آسانۍ سره ومني ، له تیروتي عمله لاس واخلي او نور ئې تکرار نه کړي. توبه او مغفرت غوښتل یوازې د هغې زمانې لپاره نه دي چې انسان کله ګناه وکړئ شي .بلکې غه چلند حتی د هغې زمانې لپاره چې انسان ګناه نه وي کړي هم ښه عمل دی . حضرت امام جعفر صادیق علیه السلام په همدې باب فرمائي ؛ترټولو ښه دعا ،استغفار کول دي.
یو هغه ټکی چې د توبې په باب مطرح کیږي ،دا دی چې مربی یا استاد باید د خپل شاګرد د غلطۍ په لیدو سره ورڅخه مخ وانړوي. بلکې باید هغه خپلې غلطۍ او تیروتنې ته متوجه کړي. کله انسان کوم غلط کار کوي، البته پوهه نه وی چې دا تیروتنه ده ،او دهغه سرچینه د انسان ن اپوهي ده .د یوه روزونکي لومړنی کار شاګرد د تیروتنې ښودل دي .دوهم کار د استاد د هغه د توبې منل او دعذرخوائۍ قبلول دي،که دا کار ونشي ،نو د تربیت او روزنې به هیڅ اغیزې ونه لري.
حضرت ابراهیم (ع) د یوه لوي او الهام بخښونکي پيغمبر پّ توګه ، خداوندمتعال ته لانزدیکت په خاطر له همدغې رودې هم استفاده کړې ده.
علامه طباطبائي په دغه آیت کې د ابراهیم او اسماعیل د توبې دلیل خداوندمتعال ته د لانزدې کیدا لپاره د دوي نیّت ګڼي.