IQNA

د عرفې په ورځې د حاجیانو دمناجاتو یوه په زړه پورې منظره( فیلم او انځورونه)

7:28 - June 28, 2023
د خبر لمبر: 3487545
اینا-(مکه مکرمه) د بیت الله الحرام حاجیان د عرفات په صحرا کې په شتون سره  او د عرفې د ورځې د مناسکو په ترسره کولو سره د حج لوي او عظم رکن  ادا کوي او  دغه ولولناک او میلیوني شتون یوه په زړه پورې منظره  نندارې ته وړاندې کړې ده.

ایکنا د الاخباریه له قوله راپور ارکړ،په عربستان کې د ذی الحجې د میاشتې د نهمې دلمر په طلوع سره  او د عرفې د  ورځې په پیلیدا سره (چې د چنګاښ د میاشتې شپږمه نیټه کیږي)، دبیت الله الحرام  میلیوني حاجیان  چې په عرفات صحرا کط سره غونډ شوي دي ،د حج ترټولو لوي رکن  ئې ادا کړ. په دغې لوئې صحرا کې  حاجیان له هر رنګ نسل او توکم څخه په لیریوالی سره په ژبه دخداوندمتعال  مناجات ترسره کوي  او دلته په مسلمانانو کې دملیّت او توکم  هیڅ توپیر نه ښکاري  ،بلکې د خداي تعالی په نزد تر ټولو برلاسه د دوي ترټولو تقوادار کسان دي.

د عرفې په ورځې د بیت الله الحرام حاجیان له نمره جوماته عرفې خطبو ته غوږ اچوي.دغه خطبه سږکال په شلو ژبو ژباړل کيږي ، چې په هغو کې انګریزي ، فرانسیسي، اردو ،فارسي، ترکیې،چیني،روسي،انډونیشیائي ملایشیائي ،بوسني پشمول نوره ژبې شاملیږي څود اسلامی ارزښتونو  پیغام د نوۍ ګوټ ګوټ ته عامو مسلمانانو او د نورو دینونو پیروکارو ته ورسیږي......

 اهل تشیّع په دغې ورځې  له لمر راختو مخکې غسل کوي ، که وس لري،نو روژه ساتي ،د حضرت امام حسین عیه السلام مخصوص زیارت لولوي او د ماسپيښین او مازدیګر لمونځ  کسر او پوره  په یوه آذان او اقامې سره ادا کوي او له خداوندمتعاله  د دعاګانو د قبلولې او د ګناهانو د بخښل کیدا دعا کوي. حاجیان په دغه ورځ یعنی دعرفې د ورځې تر لمر لویدو پورې په عرفات صحرا کې پاتیکیږي او  د لمر په لویدو سره د مزدلفه په لور خوځيږي څو شپه هلته تیره کړي.

 په اسلامی کال هیندارې کې د ذی الحجې نهمه یعني دعرفې ورځ ډيره مقسه  ورځ ده او د حج د سفر دوهمه ورځ حسابیږي او  ددغې سهار وختي  حاجیان له منی  د عرفې  دښتې  او عرفې غره  شاوخوا ته روانیږي او له خپل پروردګار سره مناجاتو ته مخه کوي او دخپلو  او خپلوانو لپاره د ګناهانو دمغفرت دعا کوي.

 

 

 

https://iqna.ir/fa/news/4150698

captcha