IQNA

د ذي الحجې د میاشتې نهمه، د عرفې یا له پاک خداي سره د راز او نیاز ورځ

15:53 - June 28, 2023
د خبر لمبر: 3487547
ایکنا-(مکه) دا په اسلامي کلیزه کې یوه له سپېڅلو ورځو څخه ده، د حج دویمه ورځ او له هغې وروسته ورځ، د لوی اختر یعني د اسلامي رخصتۍ لومړۍ ورځ ده.

ایکنا د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ، د عرفې ورځ  د کال یوه له فضیلت لرونکو ورځو څخه ده، چې په ډېری روایتونو کې دا ورځ د ګناهونو د بخښنې او د دعاګانو د قبلېدو لپاره معرفي شوې ده.

عرفه د مسلمانانو په منځ کې د کال تر ټولو فضیلت لرونکو ورځو څخه شمېرل کېږي او په روایتي سرچینو کې په دې اړه اعمال راغلي چې تر ټولو ډېر فضیلت لرونکی یې دعا او استغفار ده.

دا په اسلامي کلیزه کې یوه له سپېڅلو ورځو څخه ده، د حج دویمه ورځ او له هغې وروسته ورځ، د لوی اختر یعني د اسلامي رخصتۍ لومړۍ ورځ ده.

 د دې ورځې په سهار کې، مسلمان حاجیان له منا څخه یوې نږدې غونډۍ او میدان ته چې د عرفې غر او میدان نومېږي ځي. له همدې ځايه حضرت محمد (ص) د خپل ژوند په اخري کال کې يوه وروستۍ مشهوره خطبه ویلې ده.

https://parstoday.ir/ps/news/world-i135062

captcha